برتانيا: د افغان افسرانو اکاډمي دا اوونۍ کار پيلوي

اکاډمي
Image caption چارواکي وايي په دې اکاډمي کې به ١٠% ښځې هم روزل کېږي

د برتانيا د دفاع وزیر فیلیپ هاموند وايي د هغې پوځي اکاډمۍ د زده کړو بهير په څو ورځو کې پيليږي چې تېر کال يې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه.

د چارشنبې په ورځ ( د اکتوبر ٢٣) د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د لیدنې په څنډه کې برتانوي وزير له خپل افغان سيال بسم الله محمدی سره په برسلز کې د ليدو پر وخت دا خبره وکړه.

د برتانیا دفاع وزیر فیلیپ هاموند وویل:

" د افغان ملي اردو د افسرانو اکادډمي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د خپلو زده کوونکو لومړۍ ډلې ته زده کړې ورکړې. زموږ د متحدینو په ملاتړ، برتانیا په دغه اکاډمۍ کې د روزنیزو کورسونو د مخ ته بیولو په موخه د سندهرست شاهي نظامي اکاډمۍ په سویه افغان روزونکي روزي، مرسته ورسره کوي او مشوره به ورکوي."

د دغې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې اېښودل شوې وه.

د دې اکاډمظ د جوړېدا پر وخت ويل شوي وو چې هغه ځوانان به دلته د یوه کال لپاره پوځي زده کړې کوي، چې خپلې لوړې زده کړې یې په ملکي پوهنتونو کې بشپړې کړې وي.

دغه اکادمي به د انګلستان د سندهرسټ پوځي اکادمۍ په مخبېلګه جوړیږي.

د افغان چارواکو په خبره په دغه اکادمۍ کې به د برتانيا د سندهرست په شان ۱۰ سلنه ښځینه افسرانې هم روزل کيږي.

د دغې اکاډمۍ په دریو کې دوه برخې روزونکي به د انګلستان او یوه برخه به یې افغانان وي. انګلستان به پر دې سربېره د درسي توکیو برابرولو ته هم اوږه ورکوي.

د ٢٠١٢ کال د جولای په ۱۹ د افغان ولسمشر حامد کرزي او د برتانیا لومړي وزیر ډېوېد کامرون تر منځ د یوه هوکړه لیک په لاسلیکېدو د دغې پوځي اکادمۍ د جوړېدو پرېکړه شوې وه.

د انګلستان د سندهرست پوځي اکاډمي د نړۍ پر کچه په لوړ معیار لرونکو پوځي ښوونیزو بنسټونو کې شمېرل کېږي.

ورته مطالب