کونړ کې د ټلویزیون کارکوونکې افغانې سره خواله

Image caption برېښنا لومړى د کونړ په ټلويزیون کې کار پيل کړ او له څه مودې وروسته ېې د لوپټې مجلې د چلونکې په توګه کار پيل کړ.

برېښنا شيرزۍ په کونړ کې لومړنۍ ښځه ده چې کلونه وړاندې ېې لومړي ځل په داسې يوه سيمه کې چې کلتوري ديوالونه ېې خورا دنګ او کلک دي، د تلويزیون پر پرده ځان ښکاره کړ.

برېښنا لومړى د کونړ په ټلويزیون کې کار پيل کړ او له څه مودې وروسته ېې د لوپټې مجلې د چلونکې په توګه کار پيل کړ.

درې کا له وړاندې ېې د ښځو دغه لومړنۍ مجله هم له چاپه راوايسته او تر اوسه ېې نژدې ۲۰ ګڼې چاپ شوي دي.

مېرمن شيرزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، راډيو تلويزیون ته په راتګ سره ېې نورې ښځې او نجونې ډاډه کړې، چې ادبي او کلتوري ډګر ته راووځي.

برېښنا وايي د مجلې چاپولو ته ېې ځکه پام شو، چې ځايي مېرمنو او نجونو د ليکلو توان لاره،خو د خپراوي وسيله ېې نه لرله.

برېښنا د هغه پېر يادونه هم کوي، چې وايي يوخت به ورته لوستو نجونو په مستعارو نومونو لیکنې رالېږلې،خو وروسته بيا ځينو ليکوالو ان خپل انځورونه هم ور استول.

له مجلې سره پخوانۍ کېدونکې مرسته اوس نه کېږي، خو چلونکې ېې وايي له خپل معاش نه لوپټه تر هغو وچلوي، چې بچي ېې له لوږې نه مړه کېدل.

برېښنا وايي دغه مجله ېې د ښځو په غوښتنه پيل کړې، ځکه پر لوستو او توانمندو مېرمنو غږ کوي چې لوپټه زړېدو ته پرې نه ږدي.

برېښنا وايي لوپټې ګڼې مېرمنې له خپلو حقونو خبر کړې او ډېرو ته ېې په دفترونو کې د کار کولو ځواک ورکړ.

د لوپټې مجلې مشره واېي له کوره پرې په ادبي او کلتوري ډګرونو کې پر کار کولو بنديز نه شته او په دې برخه کې یې ميړه ډېر لاس نيوى کوي.