لومړۍ مېرمن، چې زندان یې پر ګلخانې اړولی

رنګینه ویسا
Image caption اغلې رنګینه وایي په کندهار کې یې لومړی کار د خلکو له ذهنونو د ولایت مقام د ناسم انځور بدلول وو.

کندهار د یوه والي په ګمارنې له دوو بېلو افکارو برخمن شوی.

د کندهار لومړۍ مېرمن رنګینه ویسا وایي چې په دغه ولایت کې یې سمون له ولایت مقام نه پیل کړی.

اغلې رنګینه څلور کاله وړاندې وروسته له هغه له کاناډا کندهار ته راغله چې مېړه یې توریالی ویسا په دغه ولایت کې د والي په توګه وګمارل شو.

نوموړې په تېرو څلور کلونو د یوې مدنې ټولنې په جوړولو ګڼ پروګرامونه عملي کړي دي.

رنګینه ویسا چې د طب یوه ډ اکټره ده، شپږ کاله یې د کابل پوهنتون طب پوهنځي کې د استادې په توګه او د یوه کال لپاره یې په کابل کې د ملالۍ زیږنتون د چارو سمبالښت پرغاړه درلود.

ناسم انځور

اغلې رنګینه وایي په کندهار کې یې لومړی کار د خلکو له ذهنونو د ولایت مقام د ناسم انځور بدلول وو.

هغه په دې برخه کې د کندهار ولایت په ودانۍ کې د یوه پټ زندان موندل او د هغه د بندولو یادونه کوي:

" پیل مې د ولایت له چاپېریاله وکړ، دلته یوه بندي خانه وه چې هېڅ ورته اړتیا نه وه کوښښ مې وکړ چې دغه بندي خانه د ولایت مقام نه لرې کړم، نو هغه مې په یوه مېلمستون او ګلخانې واړوله".

ډاکټر رنګینه وایي چې د حکومت او خلکو ترمنځ یې د واټن د لرې کولو هڅه هم کړې او په دې برخه کې یې پر ځوان کهول حساب کړی.

نوموړې د یوې ټولنې په جوړولو ځوانانو، په ځانګړې توګه د ښوونځیو زده کوونکو ته دا فرصت برابرکړی چې هغوی خپل نظریات او پوښتنې له چارواکو سره مخامخ شریکې کړي.

دا وایي، له دې کار یې موخه د حکومت او ښې حکومتولۍ په اړه د ځوان کهول پوهول دي.

اغلې ویسا د کندهار د روڼ اندو مېرمنو د یوې ټولنې په جوړولو هم بوخته ده چې د دې په خبره دغه ټولنه به ښځو ته د ژوند په بېلو اړخونو کې مشورې ورکوي.

ډاکټر رنګینه د مور او ماشوم مړینه لا هم په افغانستان کې یو لویه ننګونه یادوي، چې په خبره یې د مخنیوې لپاره یې کار ته اړتیا شته.

ورته مطالب