سږکال افغانستان کې د کوکنارو کر ډېر شوی

Image caption په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر او تولید د زیاتوالي په وړاندې په سیمه ییزه کچه غبرګون ښوول شوی.

د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت وايي د روان میلادي کال سروي ښيي چې د تېر کال په پرتله د کوکنار کر زیات شوی دی.

د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي یواځې له یوې میاشتې په کمه موده کې به جوته شي چې په روان ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کوکنارو کر او تولید په افغانستان کې څومره زیات شوی .

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې کاږي، د دې وزارت چارواکي وايي په دې اړه د سږ کال سروې نوي سلنه بشپړه شوې او ښيي چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنار د کر کچه لوړه شوې ده، خو دا چې دا کچه څومره لوړه شوې له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي یې په اړه څه نه وايي.

د یاد وزارت سلاکار ذبیح الله دایم وايي په روان کال کې لکه د تېر کال په څېر نوي سلنه کوکنار د افغانستان په څلورو سویلي ولایتونو فراه، کندهار، اروزگان او په ځانګړي ډول په هلمند کې کې کرل شوي دي.

۲۰۰ زره هکټاره ځمکه

په افغانستان کې د نشه یي توکو د کر او تولید د زیاتوالي په وړاندې په سیمه ییزه کچه غبرګون ښوول شوی.

د رپوټونو له مخې په روسیه کې د نشه یې توکو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر وکتور ایوانوف په اسلام آباد کې د افغانستان ، تاجکستان، روسیې او پاکستان په ګډه غونډه کې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سږ کال په څه باندې دوه سوه زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د دې څلورو هېوادونو لومړنۍ غونډه په مسکو ، دویمه یې په کابل او درېمه یې په دوشنبه کې جوړه شوې وه.

Image caption د ۲۰۱۲ کال د سروې له مخې په افغانستان کې په ۱۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.

دا نه ده جوته چې د ښاغلي ایوانوف د کوم سرچینو پر بنسټ دا څرګندونې کړي خو د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وارت سلا کار ذبیح الله دایم وايی د سیمې هېوادونو له نشه یې توکو سره مبارزې په برخه کې خبرې ډېرې خو عمل کم کوي.

ښاغلی دایم وايي د تریاکو او هیروینو د جوړولو لپاره خام توکي له نورو هېوادونو راوړل کیږي، او د سیمې هېوادونه افغانستان ته ددغو خامو توکو د راوړلو د مخنیوي په برخه کې بې تفاوته دي.

د افغانستان له نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايی د سیمې په هېوادونو کې د شاوخوا لس ملیونه په نشه د روږدو کسانو موجودیت پخپله په افغانستان کې د نشه یې توکو کر او تولید هڅوي.

د ۲۰۱۲ کال د سروې له مخې په افغانستان کې په ۱۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د نړیوالو سازمانو د شمېرو له مخې افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو زیات نشه یې توکي تولیدوي.

ورته مطالب