د شکایتونو کمیسیون ته د ایستل شویو نوماندانو ګواښ

ضياء الحق امرخېل
Image caption د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي دوى چمتو دي چې خپلې څېړنې هم له ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون او هم پخپله له نوماندانو سره شريکې کړي.

د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د لومړني لسته ايستل شوي نوماندان وايي چې تر دې دمه يې د ټاکنو کميسيون نه ځواب نه دى تر گوتو کړى، او وايي که تر راتلونکو دوو اونيو پورې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د دوى برخليک جوت نه کړي، نو ښايي دوى به پر دله ييزو اعتراضونو لاس پورې کړي.

د ولسمشريزو ټاکنو له نوملړه يو شمېر ايستل شوي کانديدان دا هم وايي چې د دوى د صلاحيتونو د ارزولو په کار کې له سياسي لوبې کار اخيستل شوى او هغه کسان پخپل ځاى پاتې دي چې حکومتي چارواکي ورسره خواخوږي لري.

عزيزالله لودين وايي چې تر اوسه يې د ټاکنو او ټاکينزو شکايتونو له کميسيونونو ځواب نه دى تر لاسه کړى.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې کاږي، په ايستل شويو نوماندانو کې چې شمېر يې اوولسو تنو ته رسيږي ښايي د هر يو نوماند ستونزې هم بېلابېلې وي، د ټاکنو کميسيون وايي چې په دغو لرې کړاى شويو نوماندانو کې دوه تنو يې د دوه گوني تابعيت ستونزه لرله او پاتې نورو ټولو يې د هغو سلو زرو کارتونو په څيړلو کې ستونزې وليدل شوې چې دوى د خپلو ملاتړ کوونکو په نامه کميسيون ته سپارلي وو.

وروستی نوملړ

يو بل لرې کړاى شوى نوماند داود سلطانزوى هم وايي چې په کار دا وه چې د هر نوماند د ستونزو په برخه کې له هغوى سره مالومات شريک کړل شي.

خو د ټاکنو کميسيون وايي چې لا هم دغه نوملړ بشپړ نه دى او په خبره يې کېداى شي چې تر نورو څېړنو او پلټنو وروسته يو د شمېر نوماندانو نومونه بيا له سره په نوملړ کې زيات او يا هم د شته نوملړه نور کسان هم کم شي.

د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي دوى چمتو دي چې خپلې څېړنې هم له ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون او هم پخپله له نوماندانو سره شريکې کړي.

Image caption عزيزالله لودين وايي چې تر اوسه يې د ټاکنو او ټاکينزو شکايتونو له کميسيونونو ځواب نه دى تر لاسه کړى:

په پام کې ده چې تر راتلونکو شاوخوا دريو اونيو يعنې د نومبر تر شپاړسمې نېټې پورې د ټاکنو وروستى نوملړ په ډاگه شي د ټاکنو کميسيون وايي چې تر هغه مهاله ښايي شته نوملړ کې زياتوالى يا کموالى راشي.

د کميسيون چارواکي وايي چې که چېرته د ټاکنیزو شکايتونو کميسيون د لیرې کړل شويو کانديدانو د اسنادو په تړاو دوى سره خپلې ارزونې شريکې کړي.

په همدې حال کې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دوه اونۍ وخت لري چې رسېدلي شکايتونه د مدني ټولنې، سياسي گوندونو او رسنيو د استازو په شتوالي کې وڅېړي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنيزو شکايتونو پرېکړه وروستى پرېکړه ده چې ادلون بدلون په کې نه شي راتللاى چې کېداى شي د دغې پرېکړې له مخې د ټاکنو په لومړني نوملړ کې هم بدلونونه را دبره شي.

ورته مطالب