په نورستان کې تندر پوليس وژلي

Image caption د نورستان چاراکي وايي، هغو غرنیو سیمو کې، چې د تالندې او برېښنا خطر ډېر وي، باید د پولیسو پر پوستو د تندر دفاعي سیستمونه ولګول شي.

د افغانستان ختیځ غرني نورستان ولایت دواما ولسوالۍ په کوردر سیمه کې تېره شپه د پولسو پر یوې پوستې اسماني تندر لوېدلی، چې دوه پولیس یې وژلي او اوه نور ټپیان دي.

د نورستان چارواکي وايي ددغه ولايت دواما ولسوالۍ په کوردر سيمه کې تېره شپه د پوليسو پر یوې پوستې اسماني تندر لوېدلى.

په کونړ کې زموږ همکار نعمت الله کریاب د نورستان د والي د وياند ظاهر بهاند له قوله وايي، د تندر د لوېدو له امله دوه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د نورستان چارواکي وايي دغې غرنۍ او ناامنه سيمې ته يې پوليس او روغتيايي ډلې ورلېږلي، چې ټپي شوي پوليس روغتون ته ولېږدوي.

په اسماني تندر کې د ټپي شوو پوليسو حالت ښه ښوول شوى.

تر دې وړاندې په نورستان او نورو سيمو کې پر کورونو اسماني تندرونه لېږدلي، خو دا لومړى ځل دى چې له تالندې سره يوځاى تندر پوليس وژني.

دغه تندر په یوه لیرې غرنۍ ولسوالۍ کې لوېدلی دی.

د نورستان چارواکي وايي، ټپي شوي پولیس نسبتاً کاڼه شوي دي، خو وضعیت یې ښه دی.

دوی وايي، هغو غرنیو سیمو کې، چې د تالندې او برېښنا خطر ډېر وي، باید د پولیسو پر پوستو د تندر دفاعي سیستمونه ولګول شي.

ورته مطالب