"غزني کې ماین خښوونکی ځايي خلکو وژلی"

Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی.

د غزني والي وايي، لومړني رپوټونه ښيي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یو ماین خښوونکی، خلکو وژلی دی.

د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي، د سیمې خلکو هغه کس وژلی، چې اندړو ولسوالۍ صاحب خان کلي کې د ماین خښولو شک پرې کېده.

پرون ( اکتوبر ۲۷ ) د افغانستان غزني ولايت د اندړو ولسوال قاسم دیسیوال بي بي سي ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د صاحب خان کلی په سیمه کې د واده یو تونس ډوله موټر پر ماين ختلى دى.

چارواکو هغه مهال وویل، دې پېښه کې ١٩ کسه وژل شوي چې ١٤ مېرمنې او يو ماشوم هم په کې و.

په پېښه کې درې کسه ټپيان شوي دي.

د ولسوال دیسیوال په وینا دا ماین د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ځای په ځای شوی و.

د نوموړي په وینا د صاحب خان کلي د پاڅون والو اوسیمه ييزو پولیسو کلی دی، مخالفان یې کله ناکله په لارو کې ماینونه ښخوي.

د نوموړي په وینا د ټپيانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

بل لور ته د غزني والي موسی خان اکبر زاده بي بي سي ته وویل، چې ځايي خلکو ماین خښوونکی وپېژاند او د هغه له اعترافه وروسته یې نوموړی وواژه.

د والي اکبرزاده په خبره ځايي خلکو لومړی پر دغه کس یوازې شک کاوه، خو کله چې هغه ومنله، په یوه بل ځای کې یې هم ماین خښ کړی وو، خلکو هغه په وهلو ټکولو وواژه.

پر وژل شوي کس د ماین خښولو تور ثبوت کېدو څرنګوالي په ځواب کې غزني والي وویل:

" خلکو له لوري پر نوموړي لګېدلی تور ثبوت ته ورسېد او د حکومت له لوري د ټاکل شوي پلاوي لومړني رپوټونه هم ښيي، چې همدغه کس ماین ځای پر ځای کړی و. "

د غزني ځايي چارواکو د پېښې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږلی دی او غزني والي وايي، د دغه پلاوي له لوري به د پېښې په باب د بشپړو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته وروستي جزیات خپاره کړي.

بل لور ته د غزني په ولایتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ استازي امان الله کامراني ویلي، چې تر اوسه معلومه نه ده، چې شکمن کس ځايي خلکو وژلی او که د ماین چاودنې له کبله وژل شوی دی، خو د نوموړي په خبره داسې احتمال شته، چې شکمن کس د چاودنې پر مهال وژل شوی وي.

امان الله کامراني بي بي سي ته وویل، چې د ماین په خښولو تورن کس مخکې له وسله والو طالبانو سره اړیکي درلودل.

خو وسله والو ویلي، چې دغه ماین د دوی ملګرو نه و، ځای پر ځای کړی.

د اندړو ولسوالۍ پرونۍ پېښه د تېرې اونۍ اوږدو کې افغانستان کې له سختو خونړیو پېښو څخه یوه وه.

سړک غاړې ماینونه افغانستان کې د ملکي تلفاتو یو لوی لامل دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی.

کابل کې د نړیوالو ځواکونو مرکز هم دغه پېښه غندلې ده.

غزني د افغانستان له ډېرو ناامنو ولایتونو نه یو دی، چې په کې د تاو تریخوالي ډېری پېښو کې ملکي کسانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي.

ورته مطالب