کونړ کې پر ښوونځي شکمن برید کوونکی نیول شوی

Image caption دغه ځاى کې تردې وړاندې هم وسله والو د خلکو پر کورونو بريدونه کړي.

کونړ کې پوليسو يو کس خبريالانو ته وښود، چې ويل ېې مرورې ولسوالۍ کې ېې د ښونځى پر زده کونکو ډزې کړي او يو ېي ترې وژلى.

د کونړ پوليسو مشر مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل وايي پر ښونځي تر ډزو وروسته کليوالو او سيمه ییزو پوليسو برید ګر پسې واخیستل او يو ېي ترې ژوندى ونيو.

نعمت الله کریاب خپل رپوټ کې وايي، دغه پېښه د مرورې ولسوالۍ په بچي سیمه کې رامنځ ته شوې. دغه ځاى کې تردې وړاندې هم وسله والو د خلکو پر کورونو بريدونه کړي.

چارواکي وايي نيول شوى کس د خېبر پښتونخوا په شب قدر کې اوسي. نيول شوي کس وويل ورسره مله بل ټوپکوال ډزې کړي.

سره له دې چې د کونړ پوليسو، پرښونځي بريد کونکى د طالبانو سړى باله خو هغه خپله دا نه منله چې له وسله والو سره دې اړيکې ولري.

پوليسو دوه نور کسان پلار او زوى د هغه ديګ بخار باروتو او ريموټ کنټرول وسايلو سره خبريالانو ته وښوول، چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې نيولي وو.

نيول شویو ويل غليمانو ېي دغه چاوديدونکي توکي د وښو په ډېري کې د دې لپاره پټ کړي او وروسته ېي پوليسو ته خبر ورکړى.

د کونړ پوليسو مشر دواړه نيول شوي تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې پر لاس لرلو کې ښکېل بلل.

ورته مطالب