د ارسلا جمال د وژنې په تور امنيتي کسان ونيول شول

جمال جنازه
Image caption ارسلا جمال په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د لوگر ولايت سرپرست والي محمد هاشم فيضي بي بي سي ته ويلي دي چې د ملي امنيت د ادارې يو مدير په هغو ١٠ نيول شويو کسانو کې دى چې د مخکيني والي ارسلا جمال په وژنه کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

ارسلا جمال د لوى اختر په ورځ د مرکز پل علم په يوه جومات کې د خبرو پر وخت په يوه چاودنه کې ومړ.

تر دې وړاندې د لوگر ولايت د حج او اوقافو د ادارې يو شمېر ټيټ پوړي کسان د ملي امنيت د ادارې له لورې په ورته تورونو نيول شوي وو.

تېره اوونۍ د کورنيو چارو وزير عمر داودزى لوگر ته ولاړ او په راستنېدا يې ولسي جرگې ته وويل چې امنيتي مسوولينو د مخکيني والي په ساتنه کې پاتې راغلي وو.

تېره اوونۍ ولسمشر حامد کرزي د لوگر امنيه قوماندان او د استخباراتو رييس دواړه له دندو گوښه کړي وو.

د لوگر دغه دوه جگپوړي امنيتي چارواکي له هغه يوه اوونۍ وروسته له دندې شړل شوي وو چي والي ارسلا جمال ووژل شو.

د لوګر د والي وياند دين محمد درويش بي بي سي ته تېره اوونۍ ويلي وو چې دغه دوه چارواکي د بې کفايتۍ له کبله له خپلو دندو لرې شوي او پرځاى يې نوي کسان په دندو گومارل شوي دي.

د لوګر د والي وياند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په هغه مایکروفون کې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال په کې د پل علم په جامع جومات کې د اختر له لمانځه وروسته خلکو ته وینا کوله.

خو وروسته د افغانستان ملي امنيت وويل، چې دغه چاودېدونکي توکي په قرانکريم کې ځای پر ځای شوي و.

ولسمشر کرزی دا وژنه غندلې وه او ويلي يې و چې طالبانو د بمونو په اېښودلو او پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بریدونو په ترسره کولو له اسلام او بشریت سره خپله ښکاره دښمني په اثبات و رسوله.

طالبانو په هغه وژنه کې له لاس لرلو انکار وکړ.

ورته مطالب