لوگر او غزني ته سفر

کابل
Image caption سفر مو له کابله پيل شو خو د سړک پر ځاى په چورلکه کې سپاره شو

ګهیځ مهال وو د لوګر په لوري مو د تګ په تکل الوتکې وزرونه وپړکول.

تر تګ وړاندې پلان دا و چې د اختر په لومړۍ ورځ د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي په بلنه له یوشمیر نورو خبریالانو سره په گډه د لوګر پر لوري لاړ شو او هلته پولیس وګورو.

خو سالنګي صاحب د ولسمشر کرزي له خوا ارګ ته وغوښتل شو د اختر لمونځ ورسره هلته ادا کړ.

موږ لا د سالنګی په دفتر کی د لوګر د سفر انتظار ایسته نا ببره مو خبر واورید!

د لوگر والي ارسلا جمال د خدای په کور کې په نخښه شوى و.

د ارسلا جمال د مرګ خبر ماته یوازی د یوه دولتي چارواکي د وژل کیدو خبر نه و، بلکې هغه زما نژدې ملګری.

د لږ وخت په تیریدو سره ښاغلی سالنګی هم له ارګ نه بیرته را ورسید او له دې ټولو غمونو سره سره مو بیا هم د لوګر په لور له سالنګي سره یو ځای په دوو هلیکوپترو کې خپل سفر پیل کړ.

که څه هم هیله مو دا وه چې د لوګر د لويې لارې منتظرې له نژدې د سفر پرمهال وګورو، مګر د پوره امنیت د نشتوالي له امله مو په هلي کوپترو کې سفر وکړ خو دا هلیکوپترې ټیټې روانی وې نو ځکه مو څه ناڅه له هوا نه د لوګر د طبيعي منظرو لیدنه وکړه خو دا هم باید ووايم چې که له یې خوا د لوګر د لويې لارې دواړو غاړو د ښکلو طبيعي منظرو شتون د سړي زړه راکاږي نو له بلی خوا سړک غارو ته د سویو تانکرونو او موټر له

Image caption د لوگر ښکلا مو له چورلکې ليده

ورایه ښيي چې لاهم دا لار له خطر نه ډکه ده .

لوګر ته په رسیدو مو لومړی په محمداغه کې ۳۳۳ کامنډویي قطعه وکتله.

سالنګي د پولیسو سر تیرو ته وویل چې د سفر موخه یې دا ده چې د اختر لومړۍ ورځ له هغه پولیسو سره ولمانځي چې د د ده په وینا ان د اختر په شپو کې هم د هیواد د دفاع او ساتنې په خاطر په دنده بوخت دي .

سالنګي وویل چې له امنیتي ځواکونوسره د اختر لمانځنه پولیسو ته لا ډاډګیرنه ورکوي او د هغوی مورال نور هم پیاوړی کیږي.

تر لوګر وروسته مو غزني ته، چورلکې وزرونه وپړکول ، له هوا مو ليدل ، دغزني پر لويې لارې د نا امنۍ نښې ليدل کيدې د غزني ښار ته په ننوتو مو هغه سلګونه سوځیدلي ټانکرونه تر سترګو شول چې د ماینونو ، ځانمرګو بریدونو او نورو حملو ښکار شوي وو.

غزني که له یوې خوا د تمدنونو د زانګو ،د اولیاوو د کرامت او د امپراتوریو ټاټوبی ګڼل کیږي او بل لوري ته د ۲۰‍۱۳ کال د اسلامي تمدنونو د کلتوري پلازمینې په نوم نومول شوی.

نجیب دانش ، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په وینا ، په ۲۰۱٣ کال کې په ټول هیواد کې شا او خوا ۱٧٠٠ پولیس وژل شوي او تر۳۷۰۰ زیات ټپیان دي چې ٨٠ % تلفات د سړک د غاړې بمي چاودنو له امله دي.

Image caption د غزني د يوه پوليس له کورنۍ پنځه غړيو د دندې پر وخت ژوند له لاسه ورکړى و

په ٢٠١٢ کال کې هم د پوليسو د وژنې ٨٠% پېښې د سړک غاړې ماينونو له لاسه وې. هغه کال ١٨٠٠ پوليس وژل شوي وو او ٢٧٠٠ نور يې ټپيان شوي وو.

د غزني د قره باغ په عیدي کې عبدالمنان هغه پولیس دی چې اته کاله دمخه یې پلار او څلور وروڼه په دې جرم تورو خاورو ته تللي چې په پولیسو کې یې دنده لرله.

له موږ سره د سفر ملګري د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي هغه د میړانې پر مډال وویاړه.