نواز شریف: افغان طالبان باید پر سوله خبرې وکړي

نواز شريف
Image caption نواز شريف وايي په افغانستان کې ثبات د پاکستان په گټه دى

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لندن کې په درې اړخیزه سرمشریزه کې تر ګډون وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شریف پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهيره بهر پاتې نه شي.

لومړي وزیر نواز شريف وویل:

"موږ غواړو چې طالبان افغانستان کې د سولې د سیاسي پروسې برخه وي او موږ غواړو چې هغوى د سولې شورى سره خبرې وکړي. شورا سره کښینې، هغوى سره وویني چې افغانستان کې ثبات راشي".

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي دا دوهم وار دى چې د پاکستان صدراعظم په افغان طالبانو په بین الافغاني خبرو کې د ګډون غږ کوي.

نواز شریف وویل د افغانستان د سولې پروسه کې باید چې ټول خلک شا مل شي او هیڅوک بهر پاتې نه شي.

پاکستاني لومړي وزير وویل:

" افغانستان که چیرې ټول خلک دې پروسه کې شامل شي نو افغانستان کې به ثبات راشي. او افغانستان کې ثبات د پاکستان د ثبات لپاره ډیر ضرورې دي. زما په فکر پاکستان باید چې هر هغه رول ولوبوې چې ورسره په افغانستان، پاکستان او ټوله سیمه کې ثبات راشي."

نواز شریف په لندن کې له پاکستاني ژورناليستانو سره په خبرو کې وويل که چیرې ټول خلک دې پروسه کې شامل شي نو افغانستان کې به ثبات راشي او افغانستان کې ثبات د پاکستان د ثبات لپاره ډیر ضروري دى."

تیر کال د فبروري په میاشت کې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني طالبانو او حزب اسلامي ته له افغان ادارې سره د خبرو کولو اپیل کړى وو.

طالبان د ګیلاني په خواست غلي پاتې شوي وو خو حزب اسلامي یې هغه وخت هرکلى کړى وو.

حال دا چې د حزب اسلامي او ولسمشر کرزي ترمنځ خبرو هغه مهال هیڅ پایلې نه درلودې.

طالبان افغان حکومت او د سولې شورا سره په دې دلیل د خبرو څخه انکاري دې چې د دوى په وینا ورسره اختیارات نشته.

د جون په میاشت کې په قطر کې طالبانو د دفتر پرا نیستو پر وخت ویلي وو چې غواړي اول امریکا سره ځينې مسالې وڅیړي او وروسته به افغان غاړو سره په خبرو غور وکړي.

ورته مطالب