افغان معلولین ټاکنو کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي

Image caption خپل وړانديزونه او غوښتنې مو په ليکلې بڼه د ټاکنو کمېسيون ته استولي دي. احمدشاه اعظمي

افغانستان کې د معلولينو ټولنه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې دې دوى ته هغه اسانتياوې برابرې شي چې دوى وتوانيږي خپلې رايې په سمه توگه وکاروي.

دغه ټولنه د نابينا کسانو لپاره د بريل په بڼه د رایو پاڼو غوښتنه کوي او وايي چې د رایې کارولو مرکزونه دې هم ورته د دوى په سيمو کې جوړ شي.

خو د ټاکنو کمېسيون وايي چې دمگړۍ دوى د نابينا کسانو لپاره د بريل په بڼه د رایې پاڼو د چاپ وس نه لري، خو زياتوي چې په نورو برخو کې به ورته لازمې اسانتياوې برابرې شي.

بل پلو د يو سياسي گوند غړو نن په کابل کې لاريون وکړ او په ټاکنو کې يې د هغو کانديدانو د درېدو په تړاو مخالفت څرگند کړ چې د دوى په وينا د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.

محمود کوچى له کابله په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، چېافغانستان کې معلولين او نابينا کسان شکايت کوي چې په تېرو ټاکنو کې دوى ته هېڅ ډول اسانتياوې نه دي برابرې شوي. د دوى په وينا په راتلونکو ټاکنو کې هم ښايي دوى له پامه وغورځول شي.

د معلولينو ټولنې چې يوه نا دولتي ټولنه ده د يوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې دوى ته د رایې کارولو په ورځ اسانتياوې برابرې شي او د نابينا کسانو لپاره دې د بريل ليک په بڼه رایې پاڼې جوړې شي.

دغه ټولنه وايي د هغې ارزونې له مخې چې دوى د کابل، بلخ او باميانو په ولايتونو کې تر سره کړې او په ترڅ کې يې له معيوبینو سره مرکې کړې، دوى ويلي چې په تېرو ټاکنو هم ډېر معلولين و نه توانيدل چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د دغې ټولنې مرستيال احمد شاه اعظمي وايي چې دوى خپل وړانديزونه او غوښتنې په ليکلې بڼه د ټاکنو کمېسيون ته استولي دي.

د معلولينو دغه ټولنه وايي د هغو شمېرو له مخې، چې دوى يې لري په افغانستان کې شاوخوا يو میليون معلولين ژوند کوي چې له ۴۰ سلنې زياتو يې د رایې ورکولو شرايط پوره کړي دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي چې دمگړۍ د بريل په بڼه د رایې پاڼو د چاپ توان نه لري، خو د معلولينو لپاره يې هغه اسانتياوې په پام کې نيولي چې له مخې يې دوى کولاى شي په اسانه توگه خپلې رايې وکاروي.

يوازې معلولين نه دي چې د ټاکنو لپاره يې خپل غږ اوچت کړى، کابل کې د ملي مشارکت په نامه د يوه سياسي گوند لسگونه تنه غړو د يوه لاريون په ترڅ کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د غوښتنې تر څنگ دا هم ويل چې په ټاکنو کې د درېدو لپاره دې د هغو کسانو مخه ونيوله شي چې د دوى په وينا له بشري حقونو نه په سرغړاوي تورن دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د دغسې کسانو په اړه د دوى دريځ روښانه دى، د هغوى په خبره که د هر چا په اړه محکمې داسې حکم ورکړى وي چې هغه د بشري حقونو په سرغړاوي تورن شوى وي، نو هغوى ته دوى اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په بهير کې ورگډ شي.

ورته مطالب