بادغیس محصلان: د ژبنیز او قامي توپیر ښکار شوي یو

Image caption شاوخوا يوه مياشت مخکې هم په بادغيس پوهنتون کې ورته ستونزو سر پورته کړى و .

د بادغيس پوهنتون د اقتصاد پوهنځي لسگونه محصلان وايي چې دوى په دغه علمي بنسټ کې د قامي او ژبنيو توپيرونو ښکار شوي دي.

کابل ته راغلي محصلان ادعا لري چې گواکې په پښتو ژبه د ازموينې د پاڼو ليکلو او همدا راز کنفرانس ورکولو اجازه نه ورکول کېږي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې په بادغيس پوهنتون کې ټولې چارې له قانون سره سمې په اکاډميک ډول پر مخ بيول کیږي، خو په وينا يې که محصلان کوم شکايت ولري د لوړو زده کړو وزارت دروازې يې پر مخ پرانيستې دي.

مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې کاږي، د بادغيس پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ٧٠ تنه محصلان د شکايت په بڼه کابل ته راغلي دي.

دا چې دا پوهنتون په پرتليز ډول نوى دى، نو يو شمېر چارې یې په هرات پوهنتون پورې تړلې دي.

د محصلانو دغه پلاوى هم لومړى هرات ته تللى و، خو استازي يې وايي چې هلته يې چا خبره وا نه وريده. له دې کبله اوس کابل ته راغلي، چې د خپلو ستونزو د هواري په موخه د لويو بنسټونو دروازې وټکوي.

د پلاوي يوه استازي او د بادغيس د اقتصاد پوهنځي زده کونکي محمد ارشاد احساس بي بي سي ته وويل، چې گواکې په پوهنتون کې رسمي ژبې پښتو ته په سپکه کتل کېږي او استادان دا اجازه نه ورکوي چې په دغه ژبه د ازموينې پوښتنې ځواب کړي او يا پرې کنفرانس ورکړي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوى محمد عظيم نور بخش بي بي سي ته وويل چې گواکې په بادغيس پوهنتون کې قامي او ژبني توپيرونه نه پالل کېږي او په وينا يې هر څه له قانون سره سم په اکاډميک ډول پر مخ بيول کېږي. دی وايي که څه ستونزه وي د وزارت دروازې د گوت نيونکو محصلانو پر مخ پرانیستې دي.

ښاغلي نوربخش ډاډ ورکړ چې د نوي درسي کريکولم په رڼا کې يې بادغيس پوهنتون ته نوي کتابونه او نور ښوونيز توکي هم چمتو کړي چې ډير ژر به ور واستول شي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې هم په بادغيس پوهنتون کې ورته ستونزو سر پورته کړى و چې بيا د لوړو زده کړو پلاوى ورغى او له دې خبرې سره راستون شو چې گواکې هر څه سم شو، خو دادى بيا محصلانو د اعتراض غږ پورته کړ.

افغانستان د لوړو زده کړو ٣١ حکومتي او ٨١ شخصي پوهتنونونه او بنسټونه لري، چې ٢٥٠ زره زده کونکو ته په کې د ٨ زرو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

ورته مطالب