کندهار کې وسله والو يوه پوليسه ټپي کړې ده

Image caption وسله والو څو مياشتې وړاندې اسلام بي بي په هلمند ولايت کې ووژله

د افغانستان له سويلي ولایت کندهار نه راپورونه وايي، چې وسله والو په دغه ولايت کې يوه پوليسه په ډزو ټپي کړې او د هغې زوی يې وژلی دی.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل بي بي سي ته ويلي ۳۸ کلنه راضيه سهار هغه مهال د وسله والو له لوري په نښه شوه، چې د دندې پر لوري روانه وه.

راضيه خپل زوی سره پر موټر سايکل سپره وه.

جعفر هاند په خپل راپور کې وايي، د بريد له امله د راضيې زوی ځای پر ځای وژل شوی او دا د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بریالي شوي او تر اوسه هېڅ ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

خو چارواکي وايي دوی يې په اړه پلټنې پیل کړي، چې دغه بريد چا کړی دی.

Image caption افغانستان د نژدې ۳۰ ميليونه وګړو لپاره ايله ۱۸۰۰ ښځينه پوليسې لري.

مېرمن راضيې دوه لوڼې او يو زوی درلودل، چې زوی يې په بريد کې ووژل شو.

تر راضيې وړاندې په څنګلوري ولايت هلمند کې ناپېژاندو وسله والو د اسلام بي بی او نګارې په نوم دوه پوليسې ووژلې.

په افغانستان کې د پوليسو په ليکو کې د ښځو ځای پر ځای کېدل د افغان حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده.

د طالبانو مرګوني بريدونه، عنعنات او د ښځو ځورول هغه لويې ننګونې دي چې د پوليسو په ليکو کې د ښځو ونډه پيکه کړې ده.

افغانستان د نژدې ۳۰ ميليونه وګړو لپاره ايله ۱۸۰۰ ښځينه پوليسې لري، خو افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي نيت لري چې دغه شمېره په راتلونکو دوو کلونو کې ۱۰۰۰۰ ته لوړه کړي.

ورته مطالب