'تېرو ۸ میاشتو کې ۲۰۰۰ افغان پولیس وژل شوي'

Image caption د کورنیو چارو وازت وايي، افغان پولیسو څه باندې ۲۰۰۰ خپلواکو او ګډو عملیاتو کې څه باندې ۲۱۰۰ وسله وال طالبان وژلي او څه باندې ۱۰۰۰ یې ژوندي نیولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي مشر محمد سالم احساس وايي په دې هېواد کې د امنیتي ستونزو سرچینه یوازې طالبان نه بلکې د ذي نفعه هېوادونو د استخباراتو فعالیت او د زیات شمېر وسلو او نامسؤوله وسله والو موجودیت د دې ستونزو له لویو لاملونو دي.

ښاغلي احساس چې د ټاکنو د امنیت د کمیسیون مشري هم په غاړه لري د دولتي ادارو دویاندویانو په یوه غونډه کې وویل په تېرو اتو میاشتو کې وسله والو طالبانو په دیرشو ولایتونو کې ۶۶۰۴ تحرکات ترسره کړي چې پنځوس یې ځانمرګي بریدونه او ۱۷۰۴ یې مستقیم او غیر مستقیم بریدونه دي.

نوموړي وویل په شلو ولایتونو کې ددې بریدونو په ترڅ کې پولیسو او ملکي وګړته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده:

''ددې بریدونو په پایله کې دولس سوه او درې اویا تنه امنیتي پولیس ، ۷۷۹ تنه محلي پولیس او اته سوه او شپږ پنځوس تنه ملکي وګړي شهېدان شوي دي . دغه راز نولس سوه او اتیا تنه امنیتي پولیس، اوه سوه او اته اویا محلي پولیس او دوه زره، یوسل او درویشت تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي''.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت د پولیس عمومي مشر زیاته کړه چې په دې موده کې افغان پولیسو هم نژدې درې نیم سوه مستقل او څه باندې اولس سوه ګډ عملیات کړي.

ښاغلي احساس وویل په دې عملیاتو کې څه باندې دوه نیم زره وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

Image caption افغان چارواکي وايي، وسله وال طالبان د ټاکنو په درشل کې لسو ولایتونو کې خپل بریدونه ډېروي.

''د دې عملیاتو په پایله کې دوه زره ، یوسل او اته شپېته تنه طالبان وژل شوي، پنځه سوه او نهه څلوېښت طالبان ټپیان شوي، ددښمن یوزر او څلورویشت کسان او اولس سوه او شل شکمن کسان نیول شوي، چې عدلي او قضايی ارګانونو ته سپارل شوي''.

د کورنیو چارو وزارت وايي وسله وال مخالفین غواړي د راتلونکي کال د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په درشل کې په لسو ولایتونو لوګر ، غزني ، میدان وردګ، کابل ، فاریاب ، پکتیکا، بدخشان، فراه ، هلمند او زابل کې بریدونه متمرکز کړي.

د ټاکنو د امنیت د کمیسیون مشر محمد سالم احساس وايي د رایې ورکولو له ۶۸۴۵ مرکزونو له جملې ۲۵۹ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله په لومړۍ ارزونه کې غیر فعال یاد شوي.

ښاغلي احساس زیاته کړه د رایې ورکولو ۳۴۳۵ مرکزونه نور مال ، ۹۴۵ له لږو ګواښونو، ۱۰۷۴ له متوسطو او ۱۱۳۲ یې له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

ورته مطالب