غزني کې د کربوړو ناقانونه ښکار او پېر و پلور

Image caption د کربوړو نیول او ښکار کول لومړي د افغانستان په فاریاب او هرات ولایتونو کې پیل شول چې دا دي اوس یې لړۍ غزني ، زابل، لوګر او بامیان ولایتونو ته ورسېده.

له دې سره سره چې د قانون له مخې په افغانستان کې د هرډول مرغانو ژویو او خوځېندونکو حیواناتو په ښکار بندیز لګول شوی، خو بیا هم د غزني په ځینو سیمو کې په ناقانونه توګه د خرڅلاو، خوراک او یاهم ساتنې په موخه د یوشمېر مرغانو او تېره بیا د بازانو ښکار معمول و.

خو دا ځل بیا په غرنیو سیمو کې کربوړو ښکار ته خلکو مخه کړې اوس د غزني ولایت د ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو ته د نامعلومو کسانو له لوري ویل شوي، که په غرونو کې ورته کربوړي ونیسي، نو بیا به یې دوی ورنه به ښه بیه واخلي.

د سمسرو د ښکار مخه به نیسو

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی وايي، د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ یو ځوان چې ښار ته د کار کولو په موخه راغلی، وایي د غزني ښار په واټ کې له نورو هغوو کسانو سره ولاړ و چې په سراچه ډوله موټر کې سپرو کسانو د کربوړو عکسونه ورکړل او ورته یط وویل چې که مو دا راته ونیول نو به ښه بیه به یې درنه واخلو.

د غزني ښار د موټرو په اډه کې له یوه داسې کس سره مخامخ شوم چې په یوه توررنګه د مبلایلوپه سطل کې یو نیول شوی کربوړی له ډېرو کمو اوبو سره اچولی و، او د یوچا انتظار یې یوست .

هغه له ما سره له ډېرو لږو خبرو ورورسته- چې فکر کوم وېره یې احساس کړه- له سیمې ژر ووت.

په غزني د چاپېریال ساتنې ادارې مشر محمد رضاء رفعت وایي دوی ته هم له ځینو ولسوالیو په خپل سر د کربوړو د نیونې په اړه راپورونه رسېدلي ول.

دی وايي چې په دې اړوند یې په بیړه د ولسوالیو د امنیه قوماندانیومرسته وغوښته او په رسمي ډول یې مکتوبونه ورته واستول.

د کربوړو نیول او ښکار کول لومړي د افغانستان په فاریاب او هرات ولایتونو کې پیل شول چې دا دي اوس یې لړۍ غزني ، زابل، لوګر او بامیان ولایتونو ته ورسېده.

خو دا لاهم کره روښانه نه ده چې د غزونو دا خوځنده د څه لپاره او د چا له خوا په دومره لوړه بیه اخیستل کېږي.

په تېر کې افغانستان د مهاجرو یا لېږدېدونکو مرغانو د تلو یوه مهمه سیمه وه، خو اوس د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې اداره وايي طبعي او بشري عوامل د دې لامل شوي، چې دغه لېږدېدونکي مرغان خپل تګلوری بدل کړي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي، دهغو کسانو مخه به ونیسي، چې په ځینو ولایتونو کې سمسرې ښکار کوي.

د دغې ادراې د طبیعي میراثونو د ریاست سرپرست، ډاګټر جلال الدین ناصري وویل په بامیانو، جوزجان او فراه کې سمسرې ښکار شوې دي.

ورته مطالب