۱۲٪ افغان نجونې ۱۵ او ۱۹ کلنۍ کې میندواره کېږي

Image caption په دغې سروې کې د افغانستان د روغتیا، ښڅو چارو وزراتونو او د احصايې مرکزي ادارې هم ونډه اخیستي.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق سروې ښيي چې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې شاوخوا اوو میلیونو نجونو چې له اوولسو کلونو يې عمر ټيټ وو ماشومان زیږولي دي.

ددې ډلې د دوه میلیونو نجونو عمرونه یې تر څوارلس کلونو ټيټ وو.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، دغه راپور په ماشومتوب کې مورتوب په نوم خپور شوی دی، چې دا د نړۍ په پرمختلونکو هېوادونو کې یوه ستره ستونزه هم بلل شوې ده.

ددغې سروې له مخې په افغانستان کې ۱۲ سلنه نجونې له ۱۵ تر ۱۹ کلنۍ کې میندواره کیږي.

ملګرو ملتونو دغه سروې تر پنځوسو ډېرو پرمختلونکو هیوادونو کې ترسره کړې ده، ددغې سروې موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیونه زېږنو له ډلې دوه میلیونه هغو نجونو کړي چې عمرونه یې تر ۱۴ کلونو ټيټ دي.

دغه راپور تر ډېره پر هغو نجونو څرخي چې څوارلس کلنې او یا هم تر هغه ټيټ عمر لري.

Image caption ددغې سروې له مخې په افغانستان کې ۱۲ سلنه نجونې له ۱۵ تر ۱۹ کلنۍ کې میندواره کیږي.

دغه ډله د زیږون پر مهال د نورو په پرتله تر ډېره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دغې سروې کې د افغانستان د روغتیا، ښڅو چارو وزراتونو او د احصايې مرکزي ادارې هم ونډه اخیستي.

خو دا چې دغه سازمان له وخت مخکې د ودونو او میندواره کیدو د مخنیوي لپاره څه لارښوونې لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو سازمان په راپور کې ویل شوي که نجونې مخکې له وخته ودونه ونه کړي له یوې خوا کولای شي خپلې زده کړې وکړي او له پلوه د د هېوادونو په اقتصاد کې هم مهم رول لوبولی شي.

په سروې کې د بېلګې په توګه د کینیا یادونه شوې چې که په دغه هېواد کې ۲۰۰ زرو نجونو ددې پرځای چې له وخته مخکې واده وکړي، کار کړای وای نو له خپل هیواد سره به یې ۳،۴ میلیارده ډالره مرسته کړې وای، چې په برازیل او هند کې هم د ورته بېلګو یادونه شوې ده.