''رهين دې د رسنيو سرغړونې کمېسيون مشر نه وي''

Image caption د ولسي جرګې دې پریکړې چې د کمېسيون مشر دې مخدوم رهين وي غبرګونونه پارولي وو

د افغانستان مشرانو جرګې، د رسنیو د سرغړونو د څیړلو د کمېسیون د مشرتابه په اړه د ولسي جرګې خلاف پریکړه کړې ده.

مشرانو جرګې ويلي چې د دې کمېسیون مشر دې د کمیسیون د غړو له منځه وټاکل شي.

د ډله ییزو رسنیو په قانون کې د وروستیو بدلونونو له مخې ولسي جرګې پریکړه کړې وه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دې د دغه کمیسیون مشر وي.

د ولسي جرګې دې پریکړې غبرګونونه پارولي وو.

سميع الله موسی زی په خپل راپور کې وايي، مشرانو جرګې د ډله ییزو رسنیو د قانونو دوه نورې مادې هم تعدیل کړي دي.

مشرانو جرګې د ډله ییزو رسنیو په درې نورو مادو کې هم بدلون رامنځته کړ.

په مشرانو جرګه کې د دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون مشر مولوي محمود دانشجو وايي چې د رسنیزو سرغړونو د څیړلو کمیسیون غړو ته دې معاش نه بلکې حق الحضور ورکړل شي.

ښاغلي دانشجو وویل مشرانو جرګې د دې کمیسیون لپاره د ۱۱ غړو پر ځای د ۱۳ غړو وړاندیز وکړ.

د ډله ییزو رسنیو د قانون له مخې د رسنیزو سرغړونو د څیړلو په کمېسیون کې د مدني ټولنې، رسنیو او د علماوو شورا په ګډون له لسو بنسټونو استازي غړیتوب لري.

ګډ کمېسيون

که څه هم د مشرانو جرګې دا پریکړه وروستۍ نه ده او د اختلاف وړ برخې به د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي له خوا څیړل کیږي، خو د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر صدیق الله توحیدي د مشرانو جرګې د دې پریکړې هرکلی کوي.

نوموړی وايي د مشرانو جرګې له خوا په نورو برخو کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه دوی ځینې نیوکې لري چې د ده په وینا هیله لري د دواړو مجلسونو په ګډ کمیسیون کې ورته د حل لار وموندل شي.

د ولسي جرګې له خوا د ډله ییزو رسنیو په قانون کې د رامنځته شویو بدلونونو پر وړاندې د رسنیو ملاتړو ، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو تند غبرګون ښوولی وو.

اوس د رسنیو ملاتړي هیله څرګندوي چې د مشرانو جرګې له خوا رامنځته شوي بدلونونه د دواړو مجلسونو د ګډ کمیسیون له خوا تایید شي.

ورته مطالب