ديني علماو د محرم پر مراسمو افغان ولسمشر وغږاوه

محرم
Image caption علماو او ولسمشر کرزي وويل چې د محرم مراسم دې په ښه ډول ترسره شي

له ديني علماو سره په کتنه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په سوله او امنیت کې د محرم او عاشورا د ورځې لمانځل یوه ډیره مهمه دیني او ملي مساله وبلله، ډاډ یې څرګند کړ چې د هېواد د امنیتي ارګانونو له خوا به د دغو مراسمو امنیت په ښه ډول ونیول شي.

ولسمشر حامد کرزي وویل له یو مورد پرته په تېرو ١٢ کلونو کې د محرم او عاشورا ټول مراسم په ښه ډول ترسره شول او هر کال ټولو افغانانو په اتفاق او اتحاد سره دغه مراسم ترسره کړي دي.

په دغه کتنه کې چې د سه شنبې په ورځ( د نومبر پنځمه) په ارګ کې ترسره شوه، آیت الله صالحي او شیخ نعمت الله غفاري وویل چې د محرم میاشت د یوې سترې انساني او اسلامي حماسې د یادولو میاشت ده چې د بشریت په تاریخ کې تل پاتې او درس ورکوونکې حماسه ده.

شیخ نعمت الله غفاري له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د محرم او عاشورا د ویر د مراسمو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د تېرو کلونو په څېر همکاري وکړي او خپل امنیتي پروګرامونه د دغو مراسمو له جوړونکو سره همغږي کړي.

شیخ نعمت الله غفاري له ټولو ډلو څخه وغوښتل چې په سړکونو او کوڅو کې دې خلکو ته له هر ډول مزاحمت څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د دیني چارو د تنظیم د شورا په مصوبه کې په دې باندې ټینګار شوی په هغو سیموکې چې د عاشورا مراسم نه پرځای کیږي د دروازو له درولو څخه دې ډډه وشي.

دوى وويل د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو هیاتونه او ټول ویر کوونکي دې له حساسیت پاروونکو عملونو او هغو حرکتونو څخه چې د ښاریانو د مزاحمت سبب کیږي، ډډه وکړي.

ښاغلي کرزي وويل د وړم کال د غمجنې پیښې پر وړاندې د افغانستان ملت شدید غبرګون وښود او دا یې ثابته کړه چې زموږ ملت یو موټی ملت دی.

حامدکرزي وویل: "سږکال به هم د محرم او عاشورا مراسم د ښو امنیتي تدبیرونو په نیولو سره ترسره شي او د هېواد امنیتي ارګانونه به د امنیت د ټینګښت لپاره ټولې لازمې کړنې ترسره کړي."

دوى له دیني عالمانو او د مراسمو له جوړونکو څخه و غوښتل چې د پروګرامونو په همغږۍ او د چارو په تنظیم کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

حامدکرزي ډاډ څرګند کړ چې د هېواد امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ د خپلو خلکو د امنیت د ټینګښت او خدمت لپاره چمتو و اوسي ترڅو خدای مه کړه د ناامنۍ کومه پیښه رامنځته شي.