طالبان خلک د رايو له کارتونو راگرځوي

رايه ورکوونکي
Image caption د مدني ټولنې فعالين وايي په ځانگړې توگه مېرمنې د رايو له کارت اخيستلو تر ډېره پاتې دي

د افغانستان د ١٤ ولایتونو د مدني ټولنو یو شمېر استازي د افغانستان له جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کابل ته راغلي ګواښنه کوي که امنیتي حالات ښه نه شي نو په دغو سیمو کې د رڼو ټاکنو تمه هم نه کیږي.

خوشحال تایب له کابله په خپل رپوټ کې ليکي د افغانستان له نسبتأ نا امنو ولایتونو شاوخوا ۱۲۰ تنه د مدني ټولنو فعالان پلازمېنې ته راغلي چې د راتلونکو ټاکنو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي.

شکریه د پکتیا ولایت اوسیدونکې او د مدني ټولنې یوه فعاله ده، هغه په خپل سیمه ییز حجاب کې غونډې ته راغلې او غواړي خبري رسنیو ته ووايي چې که امنیتي ګواښونه لېرې نه شي نو زیات خلک به په ټاکنو کې له ګډونه پاتې شي.

(( په اطرافو کې د خلکو اندېښنه دا ده چې نه شي کولای راشي او کارتونه واخلي. او بل د طالبانو له خوا ګواښونه دي. او بله دا چې په پکتیا ولایت کې عامه پوهاوی بايد ډېر شي)) .

خو امنیتي ګواښونه یوازينۍ اندېښنې نه دي بلکې ځینې نورې ستونزې هم شته چې مدني فعالان یې په اړه اندېښنې لري.

د دغې غونډې جوړونکي وايي هڅه کوي چې د غونډې ګډونوال د خپلو اندېښنو وړاندې کولو ترڅنګ د هغو د حل لارې چارې هم په ګوته کړي.

ټاکل شوې چې دوى په مزار شریف، هرات، کندهار، او بیا په کابل کې دغه راز غونډې جوړې کړي.

او د خلکو راټول شوي نظرونه په یوه بشپړ راپور کې د ټاکنو کمیسیون او نړیوالو څارونکو ته وړاندې کړي.

ورته مطالب