کندهاريانو رياضي کې د سرو زرو مډالونه ګټلي

Image caption تردې وړاندې د دغه ولایت دوو زده کونکو د فزیک په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی وو

د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې چارواکي وايي چې درې تنکيو ځوانانو د رياضي په سياليو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

مامون درانی په خپل راپور کې وايي، د سرو زور مډال راوړونکي چې د کندهار ولايت اوسېدونکي دي، د افغان ترک د عالي لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي دي.

د افغان ترک لېسې مشر محمد داود وایې، دغو زده کوونکو څو میاشتي مخکي په ترکیه کې د ریاضې په سیالیو کي چي د ۷۶ هیوادونو تر منځ وه برخه اخیستې وه.

محمد داود وايي دریواړو زده کوونکو د ۷۶ هیوادونو ترمنځ د ریاضې په سیالیو کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د بري دغه خبر له يوه داسې ولايت نه ورکول کېږي، چې تل ترې د ناامنيو خبرونه ورکول کېږي.

د کندهار والي توریالي ویسا د دغو دریو تنو تنکیو زده کوونکو د بري د ستایني په موخه دوی په افتخاري مډالونو نازولي دي.

دا دویم ځل دی چې کندهاري ځوان زده کونکي په نړیوالو سیالیو کې لومړی مقام خپلوي.

تردې وړاندې د دغه ولایت دوو زده کونکو د فزیک په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی وو.

افغان زده کوونکو تر دې وړاندې هم څو ځله په بېلابېلو مضمونونو کې د نړیوالو سيالانو ترمنځ لومړی مقام خپل کړی دی.

ورته مطالب