''امريکا دې د وردګو د وژنو په اړه پلټنې وکړي''

Image caption په وردګو کې د سلګونه کسانو له اعتراض وروسته ولسمشر کرزي د امريکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ

پرون د رولنګ سټون په مجله کې خپرې شوې ليکنې د تېر کال په وروستيو او د سږکال په لومړيو کې د ميدان وردګو د نرخ په ولسوالۍ کې د دغو کسانو په وژل کېدو کې د امريکايي پوځيانو د ښکېلتيا په اړه نوي معلومات خپاره کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ويلي، هغه کسان بايد محاکمه شي چې په دغه چاره کې يې لاس درلود.

د روان کال په لومړيو کې پر همدې موضوع د لانجې له کبله افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا له ځانګړو ځواکونو وغوښتل چې له دغه ولايت نه ووځي.

د بشري حقونو سازمان زیاتوي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د خپل پوځي پرسونل د پلټنو په اړه د امريکا ريکارډ کمزوری دی.

دغه سازمان وايي که څه هم د امريکا حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې په ناوړه چلند تورن وو محاکمه کړي، خو لا هم ډېرې داسې پېښې شته چې عاملين يې له محاکمې پرته ازاد ګرځي او يا سپکه سزا ورکړای شوې ده.

د بشري حقونو د ترهګرۍ ضد ادارې يوې چارواکې اندريا پراسو وويل په داسې حال کې چې ښکاره ده جنايتونه ترسره شوي، د امريکا حکومت بايد دا وپلټي چې څه پېښ شوي او څوک يې مسوول دي.

رسمي پلټنې

د امريکا د پوځ پر ځانګړو ځواکونو تور دی، چې د ميدان وردګو د نرخ په ولسوالۍ کې يې ولسي خلک نيولي، ځورولي او په بې رحمانه ډول يې وژلي دي.

هغه مهال چې د ميدان وردګو خلکو د دغو کړنو پر ضد لاريونونه وکړل، افغان ولسمشر حامد کرزي له وردګو نه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ.

ځانګړي ځواکونه د سږکال د اپريل په مياشت کې له دغه ولايت نه ووتل، خو په نرخ کې د ترسره شويو پېښو په اړه رسمي پلټنې لا نه دي شوي.

رولنګ سټون مجلې د افغانستان د حکومتي چارواکو، د قربانيانو د کورنيو او ګاونډيو سره مرکې کړي او په دې اړه يې نورې پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

د امريکا پوځ په دغو وژنو کې د دوی د پوځيانو لاس لرل رد کړې دي.

ورته مطالب