بریالۍ ټاکنې افغانستان ته نورې همکارۍ راجذبوي

Image caption ښاغلي میلیبین چې ټاکنې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره يو ښه بنسټ کېدی شي، هغه وويل چې د ټاکنو په راجوختېدو سره ارزښتناکه ده چې د بشر د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره کار وشي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي دي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو بريالۍ تر سره کېدنه او د واک سوله یيز لېږد به ددغې ټولنې او افغانستان د همکاريو يو نوی څپرکی پرانيزي.

له کابله زموږ همکار مصطفی سالک پخپل دغه راپور کې لیکي، فرانز ميشل ميلیبین چې نوی نوی د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه معرفي شوی له ولسمشر حامد کرزي سره د لومړی ځل کتو پر مهال يې په دغه هيواد کې د رڼو ټاکنو د تر سره کيدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي میلیبین بي بي سي ته وويل افغان ولسمشر ورسره ‌ژمنه وکړه چې په ټاکنو کې کې به بې پرې پاتې کيږي او د واک د سوليز ليږد لپاره به هڅه کوي:

''ډير خوښ يم چې ما او کرزي د ټاکنو د ارزښت په اړه او پر دې اړه هوکړه وکړه چې حکومت به د ټاکنو په اړه بې پرې چلند کوي، هغه خپله پر دې اړه رڼې خبرې وکړې، موږ په دې برخه کې د حکومت د اسانتياوو په اړه يوه خوله وو، په دې مانا چې د ټاکنو د کميسیون پر لاره خنډونه راپورته نه شي، راتلونکی کال زه د واک د سوله يز او ولسواک لطږد په اړه د ولسمشر کرزي له روښانه ليدلوري ډطر خوښ يم''.

تاریخي فرصت

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنې يو تاريخي فرصت وباله او ويې ويل چې دا بهير به په دغه هيواد کې له ولسواکۍ ټينګولو سره مرسته وکړي.

هغه له حکومت، نوماندانو، سياستوالو، علماوو، او مدني فعالانو وغوښتل چې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره ګډې هڅې وکړي:

Image caption ښاغلي میلیبین بي بي سي ته وويل افغان ولسمشر ورسره ‌ژمنه وکړه چې په ټاکنو کې کې به بې پرې پاتې کيږي او د واک د سوليز ليږد لپاره به هڅه کوي.

''زما پيغام دادی، موږ باور لرو که بريالۍ ټاکنې ولرو، دا به د افغانستان يوه ښه راتلونکي ته لاره هواره کړي، موږ په رښتيا سره هيله لرو چې داسې وشي، موږ له حکومت، نوماندانو، او ټولنې څخه غواړو چې ګډ کار وکړي او دا ددې لپاره چې ټاکنې په بريالۍ توګه تر سره شي، اروپايي ټولنه به د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله او تر هغې وروسته هم دلته وي''.

ښاغلي میلیبین وویل، چې ټاکنې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره يو ښه بنسټ کېدی شي، هغه وويل چې د ټاکنو په راجوختېدو سره ارزښتناکه ده چې د بشر د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره کار وشي.

هغه د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د سترا تيژيک تړون پر لاسليکولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دا چاره به د راتلونکې لسيزې لپاره ددغه هيواد او اروپايي ټولنې د اړيکو اډانه جوړه کړي.

په پام کې ده چې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوارګانو ټاکنې نژدې شپږ میاشتې وروسته، د راتلونکي کال حمل/وري پر شپاړسمه وشي.

ورته مطالب