''د ملا فضل الله دریځ افغانستان نارامولی شي''

Image caption د افغانستان سولې عالي شورا وايي ګواکې د دواړو غاړو طالبان پر یوه بل اغېز لري.

د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسعودله وژل کېدو سره سم د پاکستان حکومتي چارواکو وویل، چې له ځايي طالبانو سره د سولې خبرو پیل کولو لړ کې د دوی هڅو ته سخت زیان اوښتی.

وروسته د پاکستاني ‌طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا فضل الله له ټاکل کېدو سره سم د پاکستان لور ته د سولې پروسې پیل کېدو په اړه اندېښنې په زیاتېدو شوي، ځکه رپوټونو کې ویل شوي، چې مولانا فضل اللهله پاکستاني حکومت سره د سولې خبرو پیل کول رد کړي دي.

په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید وايي، په دې سره د پولې بلې غاړې ته افغانستان کې هم داسې اندېښنې شته، چې ګواکې د پولې دواړو غاړو ته وسله وال ‌طالبان پر یوه بل اغیز لري او ښايي سولې ته د یوه لوري نه تمایل به ټوله سیمه کې پر ثبات منفي اغېز ولري.

منفي یا مثبت اغېز

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي دوی ته تر اوسه معلومه نه ده، چې مولوي فضل الله به سولې ته تمایل ولري او که نه، خو وايي سولې او یا جګړې ته د هغه دغه تمایل به د پولې دواړو غاړو ته پر ثبات اغېز ولري.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شاهد الله شاهد وايي دوي اوس مهال نه پوهيږي، چې د مولانا فضل الله په مشرتابه سولې ته تمایل زیاتېږي او که جګړې زور اخلي، خو وايي، وخت رارسېدلي، چې د دواړو غاړو مخالف مشران، جګړه پرېږدي او د خبرو او مذاکراتو لاره غوره کړي.

نوموړی وايي، که مخالف قوتونه سولې ته لېوالتیا ښيي، نو سیمه کې به د سولې هڅو لپاره مثبتې پایلې ولري.

که څه هم افغان چارواکي وايي، د دوی ټولې هلې ځلې له افغان طالبانو سره د سولې خبرو پیل کولو لپاره دي، خو دوی وايي د سولې خبرو ته د پاکستاني طالبانو نه لیوالتیا به د پولې دواړو غاړو ته د سولې خبرو پیل کولو لړ کې منفي رول ولري.

په دې سره دوی مني، چې وخت به وښيي، دغه اندېښنې تر کومه ځایه رښتیا دي.

ورته مطالب