زابل کې چاودنې اته ولسي وګړي وژلي

Image caption چارواکي وایي ماین د وسله والو مخالفینو له لوري د لارې په اوږدو کې اېښودل شوی و.

د افغانستان سوېلي ولایت زابل کې د ماین چاودنې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

ددغه ولایت د پولیسو مشر غلام سخي روغ لیونی وایي، چاودنه نن سهار د مرکز کلات اړوند باکورزو په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو کرولا (سراچه) موټر پر یو ښخ کړل شوي ماین برابر شو.

هغه وایي چې په وژل شوو کې د یوه ملا امام په ګډون دوه ماشومان او پنځه ښځې هم دي، چې له کلي د ښار پر لور روان وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د موټر د چلوونکي په ګډون درې کسان ټپیان شوي هم دي.

چارواکي وایي ماین د وسله والو مخالفینو له لوري د لارې په اوږدو کې اېښودل شوی و.

خو ددې ادعا په اړه لاهم وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د روان نومبر پر ۵ مه هم، زابل کې وسله والو طالبانو هغه شپږ کسان وژلي وو، چې څو اونۍ وړاندې د کندهار- کابل د لويې لارې په اوږدو کې یې تښتولي وو.

د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیا بي بي سي ته وویل، ددغو کسانو مړي د کال ښار اړوند د ترنک په سیمه کې په داسې حال کې وموندل شول، چې په مرمیو ویشتل شوي وو.

که څه هم د زابل چارواکو ویلي، چې دغه کسان طالبانو وژلي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په سویل کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د سړک غاړې بمي چاودنو د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ ډیر والی راوستی دی.

تر دې وړاندې هم څو ځله دا ډول پېښې شوي او ځايي چارواکو يې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د سړک غاړې بمي چاودنو د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ ډیر والی راوستی دی.

خو و زارت زیاتوي، چې په دغه ډول بمونو کې د پولیسو مرګ ژوبله بیا د پخوا پرتله راکمه شوې ده.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د پولیسو د ماین پاکۍ ډلو ډیروالی، شپني عملیات او ګزمې د دې لامل شوي، چې د سړک غاړې په بمونو کې د پولیسو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله راکمه کړي او طالبانو ته د ماین خښولو فرصت ور نه کړي.

ورته مطالب