افغان چارواکي: ۵۰۰ لوی قاچاقبران مو نيولي دي

Image caption د افغانستان او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی، چې په يوازې سر د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه ترياک توليدوي.

د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي په تېر يوه کال کې يې د نشه يي توکو ۳۰۰۰ کاروباريان چې ۵۰۰ يې لوی قاچاقبران دي، نيولي دي.

په نيول شويو کې ځينې حکومتي چارواکي هم شامل دي.

وزارت وايي د قاچاقبرانو ترڅنګ يې په تېر يوه کال کې څه دپاسه ۶۰۰ ټنه نشه يي توکي هم نيولې دي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان لا هم د نشه يي توکو تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی،

په داسې حال کې چې افغانستان د نشه يي توکو په توليد کې لومړی ځای لري، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او قاچاقبرانو د نيولو خبر ورکړی.

د دغه وزارت چارواکي وايي په تېرو څو کلونو کې کوکنار د هلمند، کندهار، فراه او اروزګان ولايتونو پورې محدود شوي، چې د ټولو کرل شويو کوکنارو ۷۲ سلنه کېږي.

ويل کېږي، چې ځينې لوړپوړي دولتي چارواکي د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي، چې دا د قاچاقبرانو په نيولو کې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.

آن د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وويل چې د نشه يي توکو د لېږد لپاره د پوليسو موټر کارول کېږي.

دغه تورونه هغه مهال د کورنيو چارو وزارت له لوري رد شول.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال وزير هارون رشيد شيرزاد په يوه خبري کنفرانس کې د سلګونه قاچاقبرانو او سلګونه ټنه نشه يي توکو نيول له لويو لاسته راوړنو څخه بولي:

''شاوخوا ۶۲۴ ټنه نشه يي توکي مو نيولي، چې په سيمه کې بېسارې دي او د نشه يي توکو کابو ۳۰۲۵ کاروباريان مو نيولي چې ۵۰۰ يې لوی قاچاقبران دي. دغه راز ۱۴ کسه دولتي چارواکي هم په نيول شويو کې شامل دي او دا يوه لويه لاسته راوړنه ده''.

د افغانستان او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ستر توليدوونکی هېواد دی، چې په يوازې سر د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه ترياک توليدوي.

ورته مطالب