په خپلو زړونو باندې خيال ښه دی

دا د زلمي شاعر بختيار ساحل شعري ټولګه ده چې نوې نوې خپره شوې ده، دلته په دغه کتاب کې يوازې رواني تجربو ته کتنه لرو:

شعر د انساني وجود په طبيعت کې دوه تاندې چينې لري،يوه يې تخيل او بله هغه د جذبې او رواني تجربو ده.

په تخيل کې د طبيعت دوه تصورات يو ځاى کيږي او يو دريم تصور جوړوي چې دا تصور په طبيعت کې نه وي بلکې يوازې ذهني او شاعرانه ارزښت لري.د ساحل شاعري له تخيله مالاماله ده.

يو بيت يې دى:

تا خو دې هر کار د خولگۍ په شانې خام کړى دى

ما که هرڅه کړي دي ما خو په کې پام کړى دىپ

په لومړۍ مصرعه کې دوه تصورات راغلي کار او خامه خولگۍ چې دواړه په طبيعت کې شته خو له دغو دواړو تصوراتو يو دريم شاعرانه تصور جوړ شوى چې هغه د خولگۍ په څير خام کار دى او دا هغه څه دى چې په طبيعت کې نشته.

خو زما د ساحل د شاعرۍ دويمه سرچينه خوښه ده او هغه عاشقانه رواني تجربې دي.

عاشقانه رواني تجربې په شاعرۍ کې لوړ ارزښت لري دا چې دا د عقل په پرتله له احساس سره تړاو لري نو هر لوستى او نالوستى مينه وال ترې پوره خوند اخستې شي، تخيل په عقل پورې تړاو لري او دعقل په خبرو هغه خلک پوهيږي چې کچه يې له خبرو سره برابره يا يو څه برابره وي، خو رواني ارزښتونه زموږ د روح له ژورو سره تړاو لري،او ښکلا هم تر ډيره زموږ له عقل سره تړاو نه لري بلکې زموږ له احساس او جذبې سره کار لري.

تخيل تر ډيره عقل ته نژديوالى لري او کانټ وايي چې ''په عقل سره نه خو د خداى وجود ثابتولاى شواو نه په ښکلا پيژندنه کې عقل کوم مقام لري،دا په زړه پورې اړه لري چې يو څيز ښکلى دى که بدرنگ، دا فيصله د عقل په ځاى زړه کوي''.

له دې خبرې د احساس او اروا پوهنې ارزښت پوره جوتيږي.

خو يوه خبره شته او هغه دا چې د هرې ټولنې د عشق غوښتنې او رواني جوړښت بيل وي، د پښتنې مينې رواني ارزښتونه په حمزه بابا کې خورا ډير ليدل کيږي دا چې پسرلى صيب د هندي سبک شاعر دى دا څه ډير لري، خو د سيمې په ژبو کې تر ټولو ډيرې دغه راز تجربې په اردو ادب کې شوې دي،خو په فارسي ادب کې پرته له هندي سبکه دغه راز تجربې ډيرې نه ليدل کيږي.

د لرې پښتونخوا په شاعرانو کې دا تجربې تر يوه کچه موندل کيږي او همدغه يې د شعر غوره والى او برلاسي هم ده.

خو د افغانستان پر معاصر شعر زما په اند د يران د وسمهالي وچ تخيل اغيز ډير دې او له دغې خوندورې شاعرۍ نه بې برخې پاتې شوى دى.

بختيار ساحل يو داسې زلمى دى چې مايي په غزلو کې رواني کيفيتونه وموندل که دا زلمي دغه ارزښت ته پام وکړي ښايي په راتلونکي کې په دې برخه کې نوم وگټي د ساحل په شاعرۍ کې د رواني تجربو ښکلې بيلگې ليدل کيږي د بيلگې په ډول حيا يادولاى شو.

په پښتنه ټولنه کې پيغلې او زلمي جلا وي او کله چې مخامخ شي پيغلې حيا کوي حيا که يوه فطري جذبه ده نو بل پلو حيا د حسن ساتونکي ده پيغله چې حيا وکړي د زلمي که هر نيت وي سړې اوبه پرې واوړي به دا چې حيا ښکلا هم بلل کيږي ځکه خو د ايمان برخه ده.

د بيلگې په ډول د ساحل دغه يو غزل ته پام وکړئ چې د حيا څومره په زړه پورې انځورونه لري:

څه پښتنه ده چې په نه خبره وشرميده

چې ورته ومې کړه د زړه خبره وشرميده

هغې جلۍ نه به بيا څنگه لوپټه بيرته کړې

هغه جلۍ چې ستا په ښه خبره وشرميده

ما ورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې

چې ورته پاتې شوه يوه خبره وشرميده

د خپلې مينې اظهار هم راته کولى نه شي

چې ورته ومې وې کوه خبره وشرميده

ساحله! ته به دا بلا خبرې چاته وکړې

هغه چې دومره په وړه خبره وشرميده

ورته مطالب