د افغانستان لویو سړکونو جوړولو ته ۲۲۰ میلیون ډالر وړیا مرسته

Image caption د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د تړون لاسليکولو پرمهال وويل چې د ياد شوي سړک د کار په بشړتيا سره به مرکزي اسیا له لنډې لارې سويلي اسيا سره وتړل شي.

د اسيا پرمختيايي بانک له افغانستان سره ۲۲۰ ميلیونه ډالره وړیا مرسته وکړه.

افغان چارواکي وايي چې ددغې مرستې په ډيره برخه به د مرکزي ولايتونو له لارې د هيواد سويل له شمال سره وتړي،چې په وينا یې د اوس په پرتله به یې واټن ۳۰۰ کيلومتره کم شي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک وايي، دا ۲۲۰ ميلیونه ډالره د اسيا د پرمختيايي بانک د هغه ۸۰۵ ميلیونو ډالرو وړيا مرستې دريمه برخه وه،چې پخوا يې له افغانستان سره ژمنه کړې وه.

د نوې مرستې تړون د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال او په کابل کې د اسيا د پرمختيايي بانک مشر جوجي تکاشي لاسليک کړ.

ښاغلي زاخيلوال د تړون غونډې پر مهال وويل چې ددغې مرستې ‌ډيره برخه به د افغانستان له مرکزي سيمې د شمال او سويل تر منځ د لويې لارې د جوړيدو په کار ولګول شي.

د ماليې د وزير په وينا دا به د سویلي او مرکزي اسيا تر منځ لنډه لاره وي، چې افغانستان به په یوه ترانزيتي هيواد واړوي.

Image caption د ماليې د وزير په وينا دا به د سویلي او مرکزي اسيا تر منځ لنډه لاره وي،چې افغانستان به په یوه ترانزيتي هيواد واړوي.

افغان چارواکې وايي چې ددغې نوې لارې په جوړيدو سره به د افغانستان د سويل او شمال د اوسنۍ لارې په پرتله ۳۰۰ کيلومتره واټن کم شي.

د شوې مرستې بله برخه به له دره صوفه د ګردن دیوال له لارې تر چغچرانه پورې د لويې لارې په جوړولو ولګول شي،چې د چارواکو په وينا ايران او ان خليج ته به د افغانستان لاره لنډه کړي.

وايي بیا به افغانستان اړ نه وي چې د ترانزيت په برخه کې یوازې پر يوه هيواد تکيه وکړي.

په کابل کې د اسيا د پرمختيايي بانک مشر جوجي تکاشي وويل چې يو شمېر خلک د ۲۰۱۴ کال په پرتله اندېښنې لري خو نوموړي د افغانستان د ټيکاو په اړه ډاډ وښود او و یې ویل چې تر یادې شوې نيټې وروسته به هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

ورته مطالب