له افغان ټاکنو سره د جاپان ۱۷ میلیون ډالر مرسته

Image caption جاپان د افغانستان له نورو برخو سره هم مالي مرستې کړې دي.

جاپان په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له بهیر سره د اوولس میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. په پام کې ده چې دغه پیسې به د رای پاڼو په چاپ او نورو لوژیستیکي برخو ولګول شي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل دغه راپور کې کاږي، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د جاپان له خوا د ورکړل شوې نوې مرستې پر مټ به تر ډیره هغه ستونزې لرې شي چې کمیسیون یې په اړه اندېښنه لرله.

په بام کې ده چې دغه مرسته شوې پیسې به د ملګرو ملتو د پرمختیایي ادارې له خوا د ټاکنو کمیسیون ته ورکړل شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي چې د جاپان ترڅنګ ځینو نورو هېوادونو هم د ټاکنو د بهیر په تر سره کولو کې د مرستو ژمنې کړي دي.

د دغه کمیسیون سرچینې وایي چې د دوی د اټکلونو له مخې بخ په راتلونکو تاکنو ټول ټال ۱۲۰ میلیونه ډالره ولګیږي ، خو دوی لس ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و که چېرې هغوی ته تر راتلونکو دریو اونیو نورې پنځوس میلیونه ډالره ورنه کړل شي، ښایي په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له دغه بهیره بې برخې پاتې شي.

Image caption د ټاکنو کمیسون اټکل کوي چې د ټاکنو په بهیر به ټول ټال ۱۲۰میلیونه ډالره ولګیږي.

ښاغلی نور وایي چې په کور د ننه دوی د نورو مرستو تمه نه کوي، خو هغه اندېښنې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو په تړاو وې اوس هم پخپل ځای پاتې دي.

د افغانستان په تېرو ټاکنو شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره لګیدلي و چې غوښنه برخه یې د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه هیوادونو له خوا پرې شوې وه ، خو په راتلونکو ټاکنو کې به کمیسون د هغو پاتې وسایلو ګټه پورته کړي چې د تیرو ټاکنو ورپاتې دي چې په دې توګه به د دغو ټاکنو لګښت د تیرو هغو په پرتله کم وي .

ورته مطالب