کونړ کې وسله والو د حکومت پلوو کورونه سوځولي

Image caption دا لومړی ځل دی چې وسله وال په کونړ کې د حکومت پلوو کسانو کورونه سوځوي

د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي د خاص کونړ په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو او هغو کسانو، چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي، کورونه سوځولي.

د کونړ د پوليسو قومندان وايي د سوځول شويو کورونو کره شمېر ياد نه کړ، خو وايي دشالۍ او وولۍ په سيمو کې ګڼ کورونه وسلوالو سوځولي.

عبدالحبيب سيد خيل وايي، دغه کورونه له دې امله شړ شوي، چې استوګنو يې په پوليسو کې دندې واخيستې.

نعمت الله کرياب په خپل راپور کې واي، دا په کونړ کې د پوليسو او د حکومت د پلويانو د کورونو سوځولو لومړنۍ پيښه ده، چې کېږي.

چارواکي وايي تيره شپه وسلوالو د خاص کونړ په شالۍ او ولۍ سيمو کې د محلي پوليسو، د سولې له پروسې د يوځاى شويو او نورو حکومت پلوه کسانو کورونو ته اور واچاوه.

د کونړ د پوليسو مشر عبدالحبيب سيد خيل وايي د سر زيان ځکه چاته نه دى اوښتى، چې کورونه د طالبانو له ويرې له وړاندې خلکو

''د وسلوالو مخالفينو چې هر ډول له لاسه کيږي د دولت پلويانو او عام ولس ته تاوان اړوي. طالبان راغلي او هغه کورونه چې پوليسو ترې کډې کړې وې او يوازې توکي په کې و، سوځولي دي. طالبانو په ټوله کې د خلکو، د سولې له پروسې سره د يوځاى شويو کسانو او سيمه ييزو پوليسو کورونه سوځولي''.

د کونړ د پوليسو مشر د سوځول شوو کورونو ټول شمير ونه ښود خو د خاص کونړ دسيمه ييزو پوليسو يوه غړي چې کور ېې سوځول شوى وايي، په دواړو سيمو کې له ۲۰ ورپورته کورونو ته اور اچول شوى.

ګلاب وايي ځکه ېې کورونه وسوځول شول چې پوليسو د دغې سيمې ګڼ طالبان په دې وروستيو کې ونيول.

نوموړی وايي که حکومت د دغه ځاى له طالبانو سره ګوتې نرمې کړې دي دوی به يې پخپله بدل واخلي.

''بيګا اته بجې ېې کورونو ته اور واچاوه او مينې ېې وسوځولې، موږ خو د بهرني طالب مخه نيسو د دې ځاى هغه چې ونيول شي حکومت ېې بيرته پريږدي. نو اوس ورسره ما هغه خپله مومندواله شروع کړې په دې لاره کې ناست، هيڅوک نه پريږدم، نيسم ېې او تړم ېې او همغه مومندواله ورسره کوم''.

سره له دې چې سيمه وال د ۲۰ په شاو خوا کې د کورونو د سوځېدو خبره کوي خو د خاص کونړ ولسوال بيا دغه شميره د دې په نيمايي يادوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه نه دي ويلي چې کورونو چا سوځولي، خو د پيښې سيمه پولې ته ورڅيرمه پرته او تر ډيره په کې وسلوال طالبان ديره دي.

تر دې وړاندې د کونړ د نورو سيمو نه هم د حکومت پلوي کسان شړل شوي، خو د کورونو د سوځولو پيښه لومړنۍ ده.

ورته مطالب