کابل کې پروني ځانمرګي بريد ۱۳ کسه وژلي دي

برید
Image caption برید د یکشنبې ماسپښین مهال وشو.

افغان امنيتي چارواکي وايي د پلازمېنې کابل په لويديځه څنډه کې د لويې جرګې خيمې ته څېرمه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته موټر بم چاودنه شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د لويې جرګې خيمې ته څيرمه ځانمرګي بريد ۱۱ ملکيان او دوه امنيتي ځواکونه وژلي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي په دغه بريد کې ۲۹ کسه ټپيان دي، چې امنيتي ځواکونه هم په کې دي.

د برید انځورونه

کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي بي بي سي ته ويلي دغه چاودنه کد شنبې په ورځ له غرمې وروسته ۳:۲۰ دقيقې وشوه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل چې په چاوديدونکو توکو بار موټر د دفاع وزارت له هاموې موټر جنګېدلی دی.

دی وايي په دغه پېښه کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته ويلي په چاوديدونکو توکو بار موټر د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې و او هدف ته له رسېدو مخکې چاودلی دی.

سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او د پوليسو پلټنې روانې دي.

افغان امنيتي ځواکونو له تېرو څو اوونيو راهيسې د مشورتي لويې جرګې د امنيت خوندي کولو لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

ټاکل شوې مشورتي لويه جرګه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په همدغه سيمه کې د لويې جرګې په خيمه کې جوړه شي.

دغې جرګې ته چې له امريکا سره د امنيتي تړون په موخه رابلل شوې د افغانستان د خلکو شاوخوا ۲۵۰۰ استازي ګډون کوي.

ورته مطالب