کرزی: مشورتي جرګه يوازې پر امنيتي تړون بحث کوي

Image caption ښاغلي کرزي بيا تکرار کړه چې پخپله له کوم ځانګړي کاندید نه ملاتړ نه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د راروانې لویې جرګې او ټاکنو په اړه د بېلابېلو اوازو په غبرګون کې وویل، چې دغه مشورتي لویه جرګه یوازې د امنیتي تړون پر سر مشورې لپاره جوړېږي او پر بله کومه مسله بحث نه کوي.

ښاغلي کرزي هیله څرګنده کړه، چې د حزب اسلامي او طالبانو په ګډون د حکومت وسله وال مخالفین هم په دغه جرګه کې ګډون وکړي او د امنیتي سند په اړه خپل نظر څرګند کړي.

ګلستان شینواری په خپل راپور کې وايي، ولسمشر کرزي په ټاکنو کې د حکومتي او بهرنۍ لاسوهنې پر مخنیوي هم ټینګار وکړ.

ولسمشر حامد کرزي هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې حکومت ښايي په راروانه مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر د واک د غځولو او یا هم د ټاکنو د ځنډولو موضوع مطرح کړي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه جرګه یوازې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي هوکړه لیک پر موضوع خبرې اترې کوي او پر بلې کومې مسلې نظر نه ورکوي.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب او طالبانو په ګډون د افغان حکومت مخالفین هم په دې مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي او له امریکا سره د امنیتي هوکړه لیک په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د ښاغلي کرزي په خبره له امریکا سره د دغه امنیتي تړون پر ډېرو ټکو موافقې ته رسېدلي خو په خبره یې لا هم داسې ټکي شته چې دوی یې په اړه یو له بل سره خبرې کوي او هڅه کوي چې په اړه یې هوکړې ته ورسي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پر افغانستان د بهرني تجاوز د تعریف په اړه دوی یو له بل سره مخالفت درلود چې د ده په خبره په دې برخه کې دوی اوس تر ډېره سره په یوه تعریف هوکړې ته رسېدلي خو په اړه نور جزیات ور نه کړل.

قیوم کرزی

تر دې وړاندې ولسمشر کرزي څو ځله ټینګار کړی و چې امریکا باید په افغانستان کې له بیرونه پلانېدونکې او تموېلودونکې وسله والې کړنې د اړوند هېواد لخوا پر افغانستان تېری وبولي او په دې برخه کې له افغانستان سره دفاعي همکاري وکړي. ټ

اکل شوې چې مشورتي لویه جرګه د پنجشنبې په ورځ پیل شي او د چارواکو په وینا شاوخوا څلور ورځې وخت به ونیسي.

ولسمشر کرزي د ټاکنو په اړه ټینګار وکړ، چې حکومتي چارواکي له خپلو څوکیو او امکاناتو نه په ګټې اخېستنې د هېڅ نوماند ملاتړ نشي کولای او په خبره يې د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنو خپلواک کمېسون ته یې ډاډ ورکړی که دوی دا ډول چارواکي ور په ګوته کړي، دی به یې له حکومتي څوکیو لرې کړي.

ښاغلي کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دی به هم له خپلې څوکۍ نه د هېڅ نوماند په ګټه کار وا نه خلي او د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل، چې دی د خپل ورور قیوم کرزي د نوماندۍ ملاتړ نه کوي او ان هغه ته یې مشوره هم ورکړې وه، چې دی لازمه نه ویني چې قیوم کرزی دې ځان ولسمشرۍ ته ونوموي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنې څه کمې پنځه میاشتې وروسته تر سره شي.

ورته مطالب