افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه پېښې

Image caption د افغانستان په سویل کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي چې د چارواکو په خبره په ساختماني پروژو کې یې کار کاوه.

د افغانستان په سویل کې چارواکي وايي د هغو شپږو کسانو جسدونه یې موندلي چې په کندهار کې پر ساختماني کارونو بوخت وو.

دغه مړي پر داسې مهال د زابل شهري صفا ولسوالۍ ته نژدې موندل شوي چې لاسونه یې تر شاتړلي وو او په غاړو کې یې رسۍ پرتې وي.

په همدې حال کې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې مرستیال والي له ځانمرګي بریده روغ وتلی خو یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د کابل په پروني برید کې د وژل شویو کسان شمېر ۱۳ ته لوړ شوی دی.

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې د کندهار د سیمه ییزو چارواکو له قوله وايي دا شپږ کسان چې اوس یې مړي موندل شوي درې ورځې وړاندې د حکومت مخالفینو په دې تور تښتولي وو چې ګواکې پولیس وو.

د چارواکو وینا ده چې وژل شویو کسانو په ساختماني پروژو کې کار کاوه او له تښتولو وروسته نامالوم ځای ته وړل شوي وو.

دغه راز په کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ملي پوځ یو سرتیری وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي یو ۱۲ کلن پاکستانی هلک یې د هغه له هڅونکي سره د ځانمرګي برید په تړاو نیولی دی.

اخوا په شمالي ښار مزارشریف کې مرستیال والي له ځانمرګي بریده روغ وتلی خو یو ملکي کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

افغان امنيتي چارواکي وايي د پلازمېنې کابل په لويديځه څنډه کې د پولي تخنیک پوهنتون مخې ته د موټر بم په پرونۍ (د نومبر ۱۶مه) چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۳ تنو ته رسیدلی چې ډېر یې ولسي وګړي دي.

په پیښه کې چې طالبانو يې پړه پر غاړه اخیستې، ۲۹ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

د دې ترڅنګ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سړک غاړي بمي چاودنې دوه پولیس وژلي دي.

د پغمان امنیه قومندان بي بي سي ته وویل چې په دغه پيښه کې یو شمېر پولیس ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پيښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په همدې حال کې د ایساف ځواکونه وايي د افغانستان په سویل کې یې یو سرتیری د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د وژل شوي سرتیری هویت نه دی په ډاګه شوی خو په سویل کې برتانوي او امریکايي ځواکونه دیره دي.

ورته مطالب