کابل: د مشورتي لویې جرګې اړوند بېل غبرګونونه

Image caption مشورتي لویه جرګه چې په پلازمېنه کابل کې به جوړه شي په کې به د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې وشي.

له دوو ورځو را په دې خوا د لویې مشورتي جرګې په تړاو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بېلابېل غبرګونونه را برسېره شوي دي.

د افغانستان د مدني ټولنې بېلابېلو بنسټونو او د ژمنو ځوانانو ټولنې په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو غونډو به ترڅ کې د دغې جرګې جوړونه د وخت ضایع کول وبلل او امریکایي ځواکونو ته یې د قضایي پلټنو د واک ورکولو سره هم خپل مخالفت په ډاګه کړ .

محمود کوچی له کابله خپل رپوټ کې وايي، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه چې په اډانه کې یې ټول ټال ۶۰ ټولنې ځای لري وایي چې د لویې جرګې د جوړولو پر ځای افغان حکومت ته په کار وه چې په کم لګښت یې په ټول هېواد کې ټولپوښتنه کړې وای او د هغو موضوعګانو په اړه یې له خلکو پوښتنې کړې وای.

دغه بنسټ وایي چې د دغې جرګې غړي د حکومت په غوښتنه او سپارښتنه د والیانو او ولسوالانو له خوا ټاکل کېږي او د دوی له نظره چې د خلکو استازیتوب نه شي کولای.

د مدني ټولنې دغه بنسټ وایي چې په ټوله کې دوی د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون سره مخالفت نه کوي، خو وایي که جرګه وال له ۲۰۱۴ کاله وروسته امریکایي ځواکونو ته د قضایي پلټنو واکونه سپاري، دا بیا په اوږده مهال کې د افغانستان د ملی ګټو پر ضد دي او د دغه هېواد د قانون له موادو سره اړخ نه لګوي.

بله غاړه د افغان ژمنو ځوانانو ټولنې د یوې غونډې په ترڅ کې خپل مخالفت د جوړیدونکې لویې جرګې سره په ډاګه کړ.

دا رنګه د مشورتي لویې جرګې په ملاتړ او مخالفت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورته غونډې شوي دي. تېره ورځ ( نومبر ۱۷ ) په خوست کې ګڼو خلکو د دغې جرګې په ملاتړ کې غونډه وکړه ، خو دا یې ویلي وو چې هره پرېکړه چې کېږي باید د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره وشي.

وړمه ورځ د ارزګان په ولایت کې هم ګڼو ارزګانیانو د هغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له جوړیدونکې لویې جرګې ننګه کړې وه، خو امریکایي ځواکونو ته یې د قضایي پلټنو لپاره د واکونو د لېږد سره مخالفت په ډاګه کړی و .

مشورتي لویه جرګه چې ښایي د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې جوړه شي په کې به د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر سر خبرې اترې وشي او له ۲۰۱۴ کاله وروسته به په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکایي ځواکونو د حقوقي وضیعت په اړه هم تاوده بحثونه وشي.

داسې ویل شوي چې د جرګې برخه وال به د ۱۷ ډلو ځینې وي چې د هغې ډلې نه په پنځو هغو کې به یې د ملي شورا د دواړو جرګو استازي، والیان، د عالمانو شورا غړي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ولاړ نوماندان وي.

د لویې جرګې سمبالونکو دا رنګه ویلي چې دوی د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې استازو، د ښځو د برخې فعالانو، قامي مشرانو، د بشري حقونو د کمېسیون غړو، په بېلابېلو هیوادونو کې د افغان کډوالو استازو او کوچیانو ته هم په جرګه کې د برخه اخیستلو بلنه ورکړې ده.

ورته مطالب