کندهار کې ٣٥٠٠ ماينونه دلېږد پرمهال چاودلي

Image caption یوه میاشت وړاندې په شورابک کې سرحدي ځواکونو ویلي وو چې دوه زره او پنځه سوه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد یې کندهار ته د لېږد پرمهال نیولی دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل هغه ۳۵۰۰ ماینونه چې په یوه تراکتور کې لېږدول کېدل، هدف ته له رسېدو وړاندې يې چاودنه کړې.

فیصل زیاتوي دغه ماینونه له پاکستانه کندهار ولایت ته راوړل کېدل. د نوموړي په وینا د دې ماینونو په اړه له وړاندې معلومات ترلاسه شوي وو چې پولیسو د شورابک ولسوالۍ د دولنګي په سیمه کې ورته کمین نیولی و:

' یو تراکتور له ډېورنډ کرښې ها غاړې نه دې لور ته را اوښتی، چې په اړه یې له مخکې نه استخباراتي معلومات موجود وو، هلته ورته کمین ونیول شو، کله چې تراکتور له پولې را واوښت، پولیسو ورته د درېدو امر کړی، خو چلوونکي، چې یو بل کس هم ورسره و، تراکتور ځغلولی، پولیسو پرې ډزې کړې او له هغه معلوماتو سره سم، چې له مخکې موجود وو، دغه تراکتور کې ۳۵۰۰ کړۍ ډول ډول ماینونه موجود وو، چې د ډزو پایله کې چاودېدلي او هغه دوه کسان چې تراکتور کې ناست وو، هم وژل شوي دي.'

شاوخوا یوه میاشت وړاندې په شورابک کې سرحدي ځواکونو ویلي وو چې دوه زره او پنځه سوه کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد یې کندهار ته د لېږد پرمهال نیولي دي.

دغه راز د کندهار په ګاونډي زابل ولایت کې د ماين په چاودونه کې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او د هغې پلار او یوه خور ټپیان دي.

د زابل دامنیت امر غلام جیلانې فراهې وایې، چاودنه نن سهار اووه بجې د مرکز کلات اړوند د برات او ګل کلې تر منځ رامنځ ته شوې ده .

فراهي وایې، په دغه پېښه کې دیوې ټپي شوې نجلۍ روغتیايي وضعیت ډاکټرانو نازک ښودلی.

ورته مطالب