ايساف: د کابل او واشنګټن ترمنځ تړون مهم دی

Image caption لسګونه زره ايساف سرتيري په افغانستان کې د وسله والو پر ضد جنګېږي

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه تړون به د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او مرستې لپاره لاره هواره کړي.

د مرکې پر بنسټ د حفيظ الله معروف په جوړ شوي راپور کې راغلي، چې ایساف وايي، په افغانستان کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اجازې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه پر داسې مهال د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر لاسلیک ټینګار کوي، چې په همدې تړوا په راتلونکو دوو ورځو کې لویه مشورتي جرګه جوړیدونکې ده.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند برید جنرال هینز فیلډمن تمه ښيي، چې لویه جرګه د دغه امنیتي تړون لاسلیک لپاره مثبته مشوره ورکړي.

''زه ډیره تمه لرم، چې لویه جرګه به سمه پریکړه وکړي. زه تمه لرم، چې جرګه به په پای کې داسې پریکړه وکړي، چې له مخې به یې په افغانستان کې موږ د پاتې کیدو اجازه لرو''.

نوموړی پر داسې مهال د دغه تړون لاسلیکیدو ته هیله مند دی، چې ولسمشر حامد کرزي د دغه هوکړه لیک یو مهم ټکی رد کړی، چې له مخې یې امریکايي پوځیانو ته په افغانستان کې د کورونو د تلاشۍ حق ورکول کیده.

خو واشنګټن ټینګار کوي، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره تر کره ستخباراتي معلوماتو وروسته کورونو ته ورتګ او د اړتیا په حال کې هلته عملیات ورته مهم دي.

د دغه امنیتي سند په امضا کیدو به امریکايي پوځیان اجازه ولري، چې یو شمیر یې د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

د ایساف ویاند وايي، دغه تړون هم د افغانستان او هم د نړیوال ټولنې لپاره ګټور دی او ځکه یې دوی لاسلیکیدل مهم ګڼي.

''د نړیوالې ټولنې په حیث، دغه تړون موږ ته هم مهم دی، ځکه غواړو زموږ لاسته راوړنې په راتلونکې کې هم دوامداره وي. موږ غواړو په راتلونکې کې هم افغان ملګري وروزو، مرسته وروسره وکړو او مشورې ورکړو. نو د دې لپاره موږ باید ډاډمن واوسو، چې لاسته راوړنې مو تل پاتې وي''.

قضايي خونديتوب

په دغه امنیتي سند کې د اختلاف بل مهم ټکی د امریکايي ځواکونو د قضايي پلټنو واک دی.

امریکا ټینګار کوي، که سرتیري یې په افغانستان کې جرم کوي، باید د خپلو قوانینو له مخې محاکمه شي خو ولسمشر کرزي پر همدې موضوع د مشورې لپاره لویه جرګه رابللې ده.

د ایساف ویاند چې په خټه جرمنی دی وايي، د دوی په هیواد کې هم له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته امریکايي ځواکونو د ورته قرار داد له مخې میشت شوې دي.

دی زیاتوي چې د امریکايي ځواکونو د قضايي پلټنو واک له امریکا سره دی، نه له جرمني سره.

دی وايي، که امریکايي سرتیری په جرمني کې جرم کوي، نو مجرم سرتیری امریکا ته سپاري او د خپلو قوانینو له مخې یې محاکمې ته وړاندې کوي.

ورته مطالب