بشري حقونه وايي ايران کې افغانان ځورول کېږي

Image caption زرګونه افغان کډوال ايران له خپلې خاورې بېرته شړلي دي

په امريکا کې ميشتې د بشري حقونو څار ډلې ايران د افغان کډوالو له قانوني غوښتنو په سرغړونې تورن کړی دی.

دغه ډله وايي ايران دغه راز په دې کې پاتې راغلی چې افغان کډوال له ناوړه چلند نه خوندي کړي.

په یوه راپور کې چې د چارشنبې پر ورځ خپور شو، د بشري حقونو څار ډلې ويلي زرګونه کسان پرته له دې چې د دوی د پاتې کېدو په اړه د دوی غږ واورېدل شي، له ايران نه شړل کېږي.

زرګونه افغانان هر کال ايران ته په ناقانونه ډول ځي.

د ورکړای شويو شمېرو له مخې دا وخت شاوخوا ۲،۴ ميليونه افغان کډوال په ایران کې دېره دي.

حقيقي خطر

د بشري حقونو څار ډله په خپل راپور کې وايي: ''ايراني چارواکو په وروستيو کلونو کې د افغانانو پر وړاندې قانوني لارې چې د کډوالۍ او په ايران کې د پاتې کېدو لپاره ادعا وکړي محدودې کړي. آن له افغانستان نه هم دغلته وضعيت خراب دی''.

د ايران د کورنيو چارو وزارت وايي دغلته دوه پر درې برخې افغانان په غير قانوني ډول اوسېږي.

د بشري حقونو څار ډلې د منځني ختيځ د برخې مشر جو سټروک وايي: ''ایران زرګونه افغانان داسې يوه هېواد ته بېرته ورګرځوي، چې خطر په کې هم حقيقې او جدي دی''.

ښاغی سټروک وايي: ''ايران د دې پر ځای چې دغه خلک وشړي بايد د دغو کډوالو خبره واوري او له افغانستان سره پر پوله يې ځای پر ځای کړي''.

دغه ډله وايي د ايران له لوري د افغان کډوالو د ځورولو او د کډوالۍ د سرغړونو په اړه کره شواهد راټول کړې دي.

دوی وايي افغان کډوال په فزيکي ډول شکنجه کېږي، په غير انساني ډول زنداني کېږي، په زور کار ته اړ ايستل کېږي او له خپلو کورونيو جلا کېږي.

ورته مطالب