سپنتا: د امنيتي تړون متن بحث ته چمتو دی

Image caption ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما تير کال د ستراتيژيکو اړیکو سند لاسلیک کړ

رنګين دادفر سپنتا د ولسمشر کرزي او امريکايي لوري ترمنځ د امنيتي تړون پر سر وروستۍ ناندرۍ طبعي وبللې ويې ويل چې د نړيوالو تړونونو په وروستيو کې هر لوری هڅه کوي په تړون کې خپلې منافع ځای پر ځای کړي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې چې له ښاغلي سپنتا سره د مينې بکتاش د مرکې پر بنسټ جوړ شوی وايي، رنګين دادفر سپنتا هغه ګنګوسي هم رد کړل چې ګواکې ښايي د امنيتي تړون لاسليکېدل راتلونکي حکومت ته پاتې شي.

په داسې حال کې چې پر امنيتي تړون د کابل او واشنګټن ناندريو زور اخيستی، د ولسمشر د ملی امنيت سلاکار خوشبيني ښيي چې بشپړ متن به سبا مشورتي لويې جرګې ته وړاندې شي.

ډاکټر رنګين دادفر سپنتا دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره د امنيتي تړون پر سر نن پر ټیلفون خبرې وکړې.

که څه هم ښاغلي سپنتا د ولسمشر کرزي او ښاغلي کيري ترمنځ د شويو خبرو له افشا کولو ډډه وکړه، خو ويې ويل دا کولی شي د دواړو لوريو ترمنځ وروستۍ موافقې په رسېدو کې لويه مرسته وکړي:

''هغوی خپلې غوښتې او نظرونه مطرح کړې او هغسې چې خبرې وشوې د دغو نظرياتو طرحې زما په نظر کولی شي د دواړو لورو ترمنځ موافقې ته په رسيدو کې زياته مرسته وکړي، خو زه نه غواړم په دې اړه ډېر جزييات ورکړم''.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار هغه ګنګوسي هم رد کړل چې ګواکې ښايي د امنيتي تړون لاسليکېدل راتلونکي حکومت ته پاتې شي.

ده وويل د دې هېڅ دليل نه ويني، چې د دغه تړون لاسليکيدل دې تر راتلونکي حکومته وځنډېږي.

ښاغلی سپنتا دغه ډاډ پر داسې مهال ښيي چې تيره ورځ ولسمشر حامد کرزي د امريکا له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ سره مخالفت وکړ.

د ملي امنيت د سلاکار له څرګندونو داسې بريښي چې دغه ستونزه اوس تر ډېره بريده هواره شوې ده:

''د افغانانو کورونو ته نه داخلیدل، امريکايان به اجازه ونه لري چې پرته د افغان ځواکونو له اجازې عمليات وکړي. امريکا به په افغانستان کې زندانونه، نه لري او له افغانانو به پوښتنې ګرويږنې نه کول. امريکا به د افغانستان په خاوره کې خپلې اتومي هستوي او بیالوژيکي وسلې نه ځای پر ځای کوي او نه هم کولی شي د افغانستان له لارې دغه وسلې ولېږدوي''.

ښاغلي سپنتا وويل په بدل کې امريکا له افغانستان نه د ترهګرۍ په جګړه کې مرسته غواړي او د ده په خبره ممکن امريکا په افغانستان کې يوه پوځي اډه ولري.

Image caption افغان ولسمشر ټينګار کوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته امريکايي ځواکونه د افغانانو کورونه نه شی تلاشي کولی

دی وايي د افغانستان په نورو سيمو کې به امريکايي ځواکونه کولای شي د افغانستان له پوځي تاسيساتو ګټه واخلي.

ده د امنيتي تړون پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ناندرۍ طبعي وبللې، ويې ویل چې په دا ډول تړونونو کې هر لوری هڅه کوي، خپلې ګټې خوندي کړي.

''وګورۍ په نړیوالو تړونونو او ژمنو کې دا ډېره طبعي ده چې په وروستيو شیبو او ورځو کې ستونزې را ولاړېږی او دواړه غاړې هڅه کوي چې په تړون کې خپلې ډېرې ګټې ځای پر ځای کړي، زه بشپړ باور لرم چې د دغه تړون وروستی متن سبا لويې مشورتي جرګې ته وړاندې شي''.

د امنيتي تړون پر سر د افغانستان او امريکا ترمنځ له تیر يو کال راهيسې له لوړو ژورو سره ملې خبرې روانې دي او د دغه تړون پر مسودې به سبا د مشورتي لويې جرګې شاوخوا ۲۵۰۰ غړي بحث پيل کړي.

ورته مطالب