د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره وروستی نوملړ اعلان شو

سعادت
Image caption تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون مشر عبدالستار سعادت د وروستي لست د اعلان خبره وکړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د کاندیدانو وروستی لست اعلان کړ.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سلطانزوی نوم هم وراضافه شوی، چې په دې سره ولسمشرۍ ته پوره یوولس کاندیدان ولاړ دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي یوې خبري غونډې ته وویل، چې ښاغلی سلطانزوی له دې کبله له لومړني لسته ایستل شوی و، چې په وینا یې د خپل دوه تابعیته اسنادو د لیرې کولو اسناد یې کمیسیون ته په ټاکل شوي وخت نه وو سپارلي.

تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ کاندیدانو لست کې یې یو کس اضافه کړی، خو نور هویت یې نه وو په ډاګه کړی.

پر دې سربېره، د ولایتي شوراګانو لپاره ۷۶ کسان وروستي لست ته اضافه شوي دي.

د ټاکنیزیو شکایتونو د ارزونې کمیسیون وايي، وروستی لست یې د کاندیدانو په تړاو د ۱۰۵۶ شکایتونو تر ارزونې وروسته چمتو کړی دی.

په دې سره، د ولسمشریزو ټاکنو ورورستي لست کې دغه کسان شامل دي:

  • عبد رب الرسول سیاف، مخکنی جهادي مشر او د ولسي جرګې مخکنی استازی.
  • اشرف غني احمدزی، افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنیتي لېږد د کمیسیون مشر.
  • عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو مخکنی وزیر او د ملي ایتلاف مشر.
  • عبدالرحیم وردګ، د ملي دفاع مخکنی وزیر.
  • هدایت امین ارسلا، د حامد کرزي مخکنی جګپوړی سلاکار.
  • زلمی رسول، د بهرنیو چارو مخکنی وزیر.
  • قطب الدین هلال، د اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې مخکنی مشر.
  • قیوم کرزی، د ولسمشر حامد کرزي ورور.
  • ګل اغا شیرزی، د ننګرهار مخکنی والي.
  • محمد داود سلطانزوی، د ولسي جرګې مخکنی غړی.
  • او سردار نادر نعیم، د سردار محمد داود خان د ورور لمسی.
Image caption په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په حمل/وري میاشت کې وشي.

د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو تر وروستي لست خپرېدا وروسته د ټاکنیزو کمپاینونو چاره رسماً پیل شوې ده.

همداشان، د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته وروستي لست کې ۲۷۱۳ کسان ثبت شوي، چې ۳۰۸ یې ښځې دي.

د افغانستان د ټاکنو د مهال وېش له مخې، په پام کې وه، چې وروستی لست د عقرب/لړم پر ۲۵ اعلان شوی وای.

په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په حمل/وري میاشت کې وشي.

ورته مطالب