'افغان امنیتي تړون د پاکستان په زیان دی'

Image caption مشورتي لویې جرګې ته شاوخوا ۲۵۰۰ کسان رابلل شوي.

پاکستان کې سیاسي مشران او کارپوهان وايي چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنیتي تړون کېدای شي ګاوڼدي هېواد کې جګړو ته دوام ورکړي او پر پاکستان به هم منفي اغېز وکړي.

دوی وايي له افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو له وتلو سره به پاکستان او سيمه کې امنيت راشي.

د افغانستان حکومت هوډ لري چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون مسوده مشورتي لویې جرګې ته د بحث لپاره وسپاري، چې په پام کې ده دغه جرګه پر راتلونکې پنجشبنې (عقرب/لړم ۳۰) کابل کې جوړه شي.

که چېرې دواړه هېوادونه دغه تړون لاسلیک کړي،‌ نو نژدې لس زره امریکايي پوځیان به افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پاتې شي.

په اسلام اباد کې د سیاسي او امنیتي چارو څېړونکی برګېډېر سید نذیر وايي، له امنیتي تړون مخکې امریکا غواړي د افغانستان ځینې سیمې د امریکا د پوځ تر کنټرول لاندې راشي، په تېره بیا هغه سیمې چې د القاعدې او اورپکو د ډېر فعالیت وېره ترې لري.‌

سید نذیر زیاتوي پاکستان وړاندیز لري،‌ چې له افغانستانه د امریکا پوځ ووځي؛ ځکه پاکستان خپل امنیت د امریکايي پوځيانو پر وتلو پورې تړلی دی.

نوموړی زیاتوي، که چېرې افغانستان کې امنیت راشي بیا پاکستان او ټوله سیمه کې امنیت راتلی شي،‌ چې د نوموړي په خبره د امریکايي ځواکونو په موجودیت کې تېر دوولس کاله په ټول تاریخ کې ناامنه وو،‌ نو ځکه اوس پاکستان وايي کېدای شي د امریکايي ځواکونو په وتلو سره امنیت راشي.

بریګېډېر سید نذیر زیاتوي، پاکستان له دې اړخه اندېښنه لري که چېرې افغانستان کې بهرني ځواکونو موجود ويو نو قبایلي سیمو کې د امریکا د څارګرو بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه ختمېږي،‌ چې دا پخپله د سیمې، په تېره بیا د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی.

پاکستان کې د یو ستر مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام ویاند جان محمد اچکزی وايي‌ ''که څه هم افغانان د افغانستان او امریکا ترمنځ‌د تړون د لاسلیکولو د پرېکړې واک او حق لري، خو دوی اندېښمن دي چې د امریکا او ناټو ځواکونه باید تر اړتیا ډېر پاتې نه شي.‌موږ ټول په دې سلا یو چې دوی باید له افغانستانه د وتلو خپله ښکاره نېټه وټاکي. او که چېرې د دوی یو شمېر ځوکونه پاتې کېږي، باید افغانانو او د سیمې هېوادونو ته وښيي چې دوی څه هدفونه څه دي''.

د مذهبي ګوند جماعت اسلامي یو مرکزي مشر سناتور پورفیسر ابراهیم وايي‌ ''موږ وایو افغانستان کې هېڅ داسې کس نه شته چې هغوی امریکا ته څه مراعات ورکړي، خو طالبانو د کابل واکمنو ته ویلي چې د هېواد یوه لوېشت خاوره به هم بل چا ته ورنه کړي.‌ امریکا غواړي هلته هوايي ډګر د دوی په لاس کې وي او خپل پوځ وساتي، خو افغانان دې ته تیار نه دي او د افغانانو د دریځ‌ ملاتړ کوو''.

نوموړی زیاتوي چې ''موږ امریکا ته وایو چې له دې سیمې ووځي؛‌ ځکه چې دا کار د دوی لپاره هم غوره دی.‌امریکا چې د کومو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده،‌ لامل یې د امریکا غلطې پالیسۍ دي، چې په دغه پالیسۍ کې افغانستان کې د هغوی برید هم شامل دی،‌ موږ امریکا ته وايو چې له دې هېواده ووځي، ځکه چې دا کار د دوی په ګټه دی''.

Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغه ډاډلیک به لویه جرګه کې ولوستل شي چې وايي امریکایان به مخکنۍ تېروتنې ونه کړي.

پروفیسر ابراهیم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا دوستي پاکستان ته هېڅ‌ګټه نه ده کړې؟‌ وویل چې ''د امریکا دښمني خو تر هرڅه بده ده،‌ خو دوستي یې هم ډېره بده ده. موږ د امریکا په دوستۍ کې خپل ۵۰۰۰۰ وګړي له لاسه ورکړل او میلیاردونه ډالر زیان راته واوښت. زه باوري یم که چېرې مشورتي لویه جرګه کې ریښتوني استازي ګډون وکړي، هغوی به هېڅکله هم له امریکا سره یو څیز لاسلیکولو ته تیار نه وي''.

پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال عقیل یوسفزی وايي، د افغانستان حالات ډېر نایقیني دي او د امنیتي تړون لاسلکېدل به یوه ښه پرېکړه وي.

نوموړی د پاکستان د رول په اړه وايي‌چې ''پاکستان هم فکر کوي افغانستان یو ازاد هېواد نه،‌ بلکې د پاکستان یو ولایت دی، همدا ده چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي''.‌

دی وايي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا ملاتړی دی،‌خو امریکا به د امنیتي تړون لاسلکېدو کې د پاکستان اندېښنو ته ونه ګوري، بلکې دغه تړون به لاسلیک کړي.‌

عقیل یوسفزی پر دې اند دی، چې لاهم د پاکستان رول ته د شک په نظر ګوري.

ورته مطالب