د سولې افغان شورا غړي اسلام اباد ته تللي دي

سولې شورا
Image caption د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي پخوا هم پاکستان ته تللي خو دا ځل هيله وه چې دوى به له ملا برادر سره ويني

بي بي سي ته معلومه شوې چې د افغانستان د سولې د شورا یو پلاوى اسلام اباد ته رسیدلې چې وړاندې افغان چارواکو ویلې وو د شورا پلاوى به د طالبانو د مخکینې مرستیال مشر ملا عبدالغنې برادر سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړې.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي دا معلومه نه ده چې ایا دې پلاوي، چې مشري یې د شورا ریس صلاح الدین رباني کوي، تر دې وخت ملا برادر سره لیدلي او که نه.

تېره میاشت د لندن په سرمشریزه کې لومړي وزیر نواز شریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ژمنه کړې وه چې د سوې شورا پلاوي ته به ملا برادر سره د لیدو اجازه ورکړي.

پاکستان د سپتمبر په میاشت کې د ملا برادر د خوشي کولو اعلان وکړ ولې طالبان او د کورنۍ دوستان یې وایي چې هغه ته تر دې وخت پورې له کورنۍ سره د یوځاى کیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغان سولې د شورا اسلام اباد ته سفر څخه خبرو سرچینو بي بې سي ته ویل چې د ښاغلي رباني په مشرۍ پلاوى د سه شنبې په ورځ په یو ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته راغى او ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په مازیګر واپس کابل ته ستون شي ولې د نوروغونډو لپاره یې سفر یو ورځ وغځولو.

یوه پاکستاني چاروکي د نوم نه ښودلو په شرط د سولې د شورا سفر تاید کړ ولې د نورو جزیياتو له ورکولو څخه یې انکار وکړ.

کابل کې د سولې شورا ته نژدې سرچینوسفر تاید کړ.

طالبان وایي چې دا ډول هڅې به څه پایلې ونه لري.

د طالبانو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل :

"امکان لري چېد داسې کار لپاره کوشش وشي ځکه چې پاکستان افغان ادارې سره خپلې اړیکې وساتې او ورسره یې کړې وعدې پوره کړي خو دا به هیڅ نتیجه ورنه کړې".

هغه وويل هیڅ یو طالب بندې د طالبانو استازیتوب کولى نه شي.

د سولې د شورا سرچینو وړاندې بي بي سي ته منلي وو چې د شنبې په ورځ په کابل کې د شورا په یوه غونډه کې د پاکستان د سفر په اړه مشورې شوې وې.

یوې سرچینې چې د غونډې له جزيیاتوڅخه خبر وه بي بي سي ته وویل چې د لندن د سرمشریزې له پایلو وروسته دوى د پاکستان د رول په اړه ډیر ډاډمن دي.

ورته مطالب