کرزی: سریلانکا کابل کې سفارت پرانیزي

Image caption تر ډېره د لوبو له کبله د دواړو هېواونو نومونه په رسنیو کې غبرګ یاديږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې په پرانیستونکې غونډه کې په نړيواله کچه د افغان سفارتونواو استازوليو پرانیستل د خپل ۱۲ کلن حکومت يوه لويه لاس ته راوړنه وبلله او ویې ويل چې تر دې مهاله ۸۰ سفارتونه او د استازولۍ دفترونه په افغانستان کې پرانیستل شوي دي.

مصطفی سالک له کابله خپل رپوټ کې د ولسمشر کرزي له قوله کاږي چې په دې ترڅ کې به سريلانکا هم د یوې مياشتې په اوږدو کې کابل کې خپل سفارت پرانيزي.

ولسمشر حامد کرزي د افغان امريکا د احتمالي امنيتي تړون د منځپانګې د ارزولو په موخه جوړې شوې مشورتي لویې جرګې ته وويل چې د حکومت په تېر دولس کلن تاريخ کې یې د افغانستان بيرغ په نړيواله کچه په رپيدو شو او نړیوال د دغه ولس له پګړۍ، چپنې، پکول او د خويندو له ټیکرو سره اشنا شول.

ولسمشر کرزي د خپلې خبرې د پخلي په موخه وویل چې اوسمهال په دغه هېواد کې تر ۸۰ ډېر سفارتونه او د استازولۍ دفترونه پرانستل شوي دي، چې په وينا یې د دغه ځنځير د یوې کړۍ په توګه به سريلانکا هم د یوې میاشتې په اوږدو کې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

' تر ۸۰ ډېرې بهرنۍ استازولۍ په افغانستان کې حضور لري، موږ هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شتوالی لرو، که خدای کول يوه میاشت وروسته د سريلانکا سفارت هم په افغانستان کې پرانیستل کېږي او موږ مخکې په هغه هېواد کې سفارت پرانیستيی دی، نړيوال له افغانستانه غوښتنې کوي چې په هېوادونو کې یې سفارتونه پرانيزي.'

هيله کېږي چې له سريلانکا سره تر دوا اړخيزو سفارتي اړيکو ټينګولو وروسته به په بیلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي پراخ شي. تر دې مهاله تر ډېره د لوبو له کبله د دواړو هېواونو نومونه په رسنیو کې غبرګ یاديږي.

شاوخوا ۲ کلونه مخکې د افغانستان د وخت د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول سريلانکا ته تللی و او د هغه هېواد سره دې پرېکړې ته رسيدلی و چې سفارتي اړيکي به ټينګوي او همدا راز د تعليم، بشري ځواک او کلتورپه برخو کې به يو تر بله همکارۍ پيلوي.

افغان حکومت داسې مهال د خپلو نړیوالو اړيکو د پراخيدو خبره کوي چې د ۱۲ کلونه مخکې د طالبانو حکومت یوازې ۳ هېوادونو پاکستان ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت پيژندلی و او اړيکي یې ور سره لرل.

ورته مطالب