ارزګان کې وسله والو د ګوزڼ ضد واکسین دوه کارکوونکي وژلي

Image caption وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ( WHO ) ویلي وو چې کلېکاږل افغانستان کې له کونړ او ننګرهار ولایتونو پرته، په ټول هېواد کې د ګوزڼ پېښې ختمې شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي اتیا سلنه راکمه شوې ده.

د اروزګان چارواکي ادعا کوي چې وسله وال طالبانو په دغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین دوه تنه رضا کاران وژلي.

وژل شوي کسان چې عبدالرؤف او حضرت الله نومیږي، دوې ورځې وړاندې (چهارشنبې) د چورې ولسوالۍ د خوش قدیر په سیمه کې وژل شوي.

د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت وایي، د وژل شوو کسانو مړي تېره ورځ (جمعه) د چورې ولسوالۍ د کلیم باوړۍ په سیمه کې موندل شوي.

ښاغلی همت وایي چې وژل شوي کسان د وسله والو له لورې زندۍ شوي.

په وژل شوو کې د یوه ورور عبدالولي د ټیلیفون پر کرښه راته وویل چې د هغه ورور زندۍ شوی او په چړو لس ځایه وهل شوی.

عبدالولی وایي د هغه ورور حضرت الله او ملګری یې عبدالرؤف په چورې ولسوالۍ کې د ګوزڼ ضد رضا کارانو ته د عامه پوهاوي او واکسین د پلې کېدو په برخه کې کار کاوه.

که څه هم نوموړي دا نه ویل چې ورور یې د چا له خوا وژل شوی، خو په وینا یې قاتلینو یې د ورور موټرسایکل او پیسې تښتولي دي.

که څه هم د ارزګان چارواکي ادعا کوي چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي، خو طالبان دغه ادعا په کلکه ردوي.

ددغه ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې دغه کسان د محلي پولیسو له خوا په دې تور چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، وژلي.

وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ( WHO ) ویلي وو چې افغانستان کې له کونړ او ننګرهار ولایتونو پرته، په ټول هېواد کې د ګوزڼ پېښې ختمې شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي اتیا سلنه راکمه شوې ده.

ورته مطالب