شېبه په شېبه: د مشورتي لویې جرګې وروستۍ ورځ

زموږ ژوندی پوښښ اوس پای ته ورسېد. د جرګې په اړه نور مطالب په پاڼه کې لیدلی شئ.

کابل کې د مشورتي لويې جرګې کابو ۲۵۰۰ استازو غوښتنه وکړه چې له امريکا سره دې امنيتي تړون د دې کال تر پایه لاسليک شي.

دغه تړون به زرګونه امريکايي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د جګړه ييزو عملياتو له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

ولسمشر حامد کرزي چې د دغه تړون د لاسليکيدو ځنډول يې غوښتل، راټولو شويو مخورو ته وويل، يوازې هغه مهال به دغه قرارداد لاسليکوي، چې په هېواد کې سوله راشي.

د امريکا متحد ايالتونو د تړون د ځنډيدو په اړه مخکې ويلي و، چې د تړون د لاسليکېدو ځنډېدل ممکن نه دي.

د لندن پر وخت: 16:10

احمد ویس وردګ، د سیاسي چارو څېړونکی

د امريکا متحده ايالاتو سره به د تړون يوه تر ټولو لويه ګټه دا وي چې له دې وروسته به لکه (څنګه چې ښايي) امريکا له غيردولتي ډلو ټپلو سره مستقيماً سياسي اړيکي نه نيسي. نه امريکا او نه هم کوم بل هېواد به د غير دولتي ډلو سره نظامي مرسته کوي. نظامي مرسته له شخصي کړيو سره يوازې تره ګري او تشنج منځ ته راولي.

نارامه افغانستان نه يوازې سيمې ته ناسور ګرځي، بلکې نيويارک او لندن هم ترې متضرره کېدای شي

بشپړه لیکنه

د لندن پر وخت: 15:57

ولسمشر کرزي په خپلو وروستیو ټکو کې وویل چې ولې غواړي تړون له ټاکنو وروسته لاسلیک شي.

"ما د امریکې سفیر ته وویل ،چې تاسو څه عجله لرئ، ولې عجله لرئ، چې دا قرارداد حتماً له موږ سره امضأ شي. ولې پنځه میاشتې منتظر کېږۍ نه؟ نوی حکومت راځي هغه به پنځه کاله عمر ولري هغه سره ولې قرار داد نه امضأ کوئ؟ ویل یې نه دا انتظار نه شو کولی، ما ویل ولې یې نشئ کولی؟ پنځه میاشتې څه دي ۱۲ کاله دلته وۍ پنځه میاشتې انتظار نشئ کولی؟

هغوی ویل نه موږ خپل پروګرام لرو او د دې امکان شته، چې د اول رونډ تر انتخاباتو وروسته دغه انتخابات دوهم رونډ ته پنځه شپږ میاشتې وځنډیږي، دلته زه ورخطا شوم، چې دوهم رونډ، ولې پنځه شپږ میاشتې وځنډیږي؟

ذهن مې فوراً ولاړ تېرو ریاست جمهوري انتخاباتوته چې هغه چل زموږ سره وشو."

د لندن پر وخت: 15:49

ستاسې نظر خپرونې ته عمر ځلاند وویل د ولسمشر کرزي خبرې موږ ته د تایید وړ دي. ځکه افغانستان په داسې حالت کې دی چې دې تړون ته اړتیا لري.

د لندن پر وخت: 15:32

جان خان اکا

خدای دې لویې جرګې ته خیر ورکړي چې تړون یې ژر تر ژره تایید کړ. لسو کالو کې به انشا الله اغیزمنه اردو ولرو. د کندهار ټول ځوانان د دغه تړون ملاتړ کوي.

د لندن پر وخت: 15:23

افغانستان کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال وايي ولسمشر دغه تړون ته د یوه فشار په سترګه ګوي چې کولی شي پر امریکا يې واچوي او افغانستان لپاره ترې ځینې ګټې تر لاسه کړي.

غفور لیوال سره د متین سمسور بشپړه مرکه

د لندن پر وخت: 15:09

د افغانستان د جوزجان او کندهار په ولايتونو کې د پوهنتون سلگونو محصلينو د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون د تاييد په برخه کې د کابل د لويې جرگې پريکړې غندلي دي. دوى امريکايي عسکرو ته د قضايي خونديتوب او په افغانستان کې دامريکايي اډو له جوړيدا سره مخالفت کاوه .

د لندن پر وخت: 14:48

حسب الله خان

د کرزي خبره پر ځای ده. امضا اسانه ده خو عواقب سخت. لږ فکر په کار دی.

لطف الله میاخیل

که ولسمشر کرزي دغه تړون نه لاسلیک کولو نه جرګه یې ولې را غوښتله؟

د لندن پر وخت: 14:42

مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر وروستۍ خبره: د افغانستان خلک به امن وي او سوله به راځي، داسې نه شي کیدای چې امریکا پخپلو اډو کې ناست وي او په مملکت کی جنگ وي، دا نه منو.

د لندن پر وخت: 14:26

Image caption د مشورتي لويې جرګې مشر ښاغلي مجدیدي هم ټنګار وکړ چې دغه تړون دی ژر امضا شي.

د حق او عدالت ګوند یو شمېر غړي په دې لويه جرګه کې برخه وال ول. دوی د ۳۱ مادې په تاييد سره وویل چې ولسمشر کرزی څومره زر چې شونې وي باید دغه تړون لاسلیک کړي.

د ګوند یوه غړي اصف اشنا بي بي سي ته وویل د کال تر پايه د دې تړون لاسلیک کولو د افغانستان د ملي ګټو لپاره یوه اړینه خبره ده. ولسمشر کرزي باید دغه موضوع له ټاکنو سره و نه تړي.

ښاغلي اشنا ټنګار وکړ که ولسمشر د تړون امضا کول وځنډۍ ښايي افغانستان د سولې پر لور تګ، ثبات، ډیموکراسي او د قانون حاکمیت له لاسه ورکړي.

د لندن پر وخت: 13:44

سعد عمار: امریکایې چارواکو نن مونږ پورې څومره خندلي وي چې څه موده وړاندې مو د ۹ پوځې اډو لپاره زور وهه او چني مو وهلي او مونږ فکر کوه چې شاید لویه جرګه زمونږ د ۹ پوځې اډو شمیر را کم کړي، خو خبره سرچپه شوه، هغوي په بامیان کې هم د امریکایانو پوځي اډه غواړي.

وایې یو وخت کې افغانانو خپلې خاورې باندې سر ورکوه او اوس یې په وړیا ډول امریکایانو ته ورکوي. لږ تر لږه خو به مو د خپلې خاوري قیمت لوړ ټاکلی وو!!! ډیر د افسوس ځاي دی!

ناصح: ښکاري چې حامد کرزی له ټاکنو سره د امنیتي تړون تړاو رامنځ ته کول غواړي، هغه غواړي چې د ټاکنو پایلې د خپلې واکمنۍ پرمهال وویني.

د لندن پر وخت: 12:55

د ښاغلي سنکروال له لیکنې.

پر حکومت نیوکه کېږي چې دا وروستۍ جرګې په اساسي قانون کې په دغه بڼه نه دي یادې شوې، او په همدې بنسټ ناقانونه دي.

د سپیناوي وړ ده چې مشورتي لویې جرګې هغه لویې جرګې نه دي چې په اساسي قانون کې يې تعریف شوی دی.

د جرګو وطن ! د جرګو تاریخ او اغیز ته د شهسوار سنګروال ژوره کتنه

د لندن پر وخت: 12:48

عادله راز، د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیاله

ولسمشر حامد کرزی وايي که چېرې جګړه موږ پیل کړې وي موږ سوله هم راوستلی شو، که چېرې جګړه بل چا شروع کړې وي، بیا نو موږ سوله نه شو راوستلی.

ایمل فیضي: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی: نن افغانانو له امریکا سره د امنیتي تړون شراکت ومانه، امریکا باید په دغه تړون کې پر خپلې ژمنتیا او تطبیق کې ریښتونې وي.

د لندن پر وخت: 12:41

طالبانو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې د جرګې پرېکړه په کلکه غندلې او دغه تړون يې د غلامۍ تړون بللی.

د لندن پر وخت: 12:28

له کندهاره مامون درانی وايي دلته یو شمېر خلک د جرگې له پريكړې سره موافق دي. ظاهرا په ښار كې پر خلگو تاوده بحثونه پيل کړي دي. يو شمېر ېي د سولې په لار كې اغېزمن بولي او يو شمېر یې بیا دې ته خوشحاله دي چې افغان ځواکونه به پیاوړي شي. خو د دې تر څنګ بيا په كندهار پوهنتون كې يو شمېر محصلينو چې شمېر يې لسگونو ته رسېدو لاريون کړی وو چې دا تړون د افغانستان په تاوان دی او ورته د منلو وړ نه دی. لاريون يوازې د پوهنتون تر ودانۍ پورې را لنډ ؤ او چارواكو رسنيو ته هم أجازه نه وركوله چي خبري پوښښ وركري.

د لندن پر وخت: 12:15

کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی.

لويې مشورتي جرګې يو پريکړه ليک صادر کړ چې ۳۱ مادې لري.

د دغه پريکړه ليک په دويمه ماده کې ويل شوي چې له امريکا سره د امنيتي تړون متن په ټوله کې د جرګې له لوري تاييد شوی.

د پریکړه ليک په دريمه ماده کې ولسمشر کرزي ته وړانديز شوی چې امنيتي تړون د ۲۰۱۳ کال تر پایه لاسليک کړي.

د پریکړه ليک په څلورمه يوه ماده کې ويل شوي چې امریکا باید د افغانستان قوانینوو، د افغانانو دين، دود ته په جدي ډول درناوی وکړي.

د پريکړه لېک په ۱۱ ماده کې راغلي چې امريکايان نه شي کولی کورونو ته ننوځي.

په يوه بله ماده کې ویل شوي چې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو د داخليدو او خارجېدو لارې دې مشخصې شي.

په یوه ماده کې راغلي چې امريکا نه شي کولای په افغانستان کې د هستوی وسلو پاتې شونې ښخې کړی.

په ۲۸ ماده کې ويل شوي چې د باميانو او شاوخوا ولايتونو خلک غواړي چې په باميانو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پوځي اډه جوړه شي.

په ۲۹ ماده کې ویل شوي چې د ګوانتانامو زندان بنديان دې افغان حکومت ته وسپارل شي.

د لندن پر وخت: 11:57

ایمل فضي، د ولسمشر کرزي ویاند

ولسمشر کرزی وايي سوله د امنیتي تړون یو شرط دی او د متحده ایالتونو له پوره همکارۍ سره دغه کار شونی دی.

د لندن پر وخت: 11:52

یوازینی شي چې دقیق او په بشپړه توګه څرګند دی هغه د امنیتي ځواکونو له خوا په بې ساري توګه د جرګې امنیت ساتل دي.

مهم ټکي

  • لويې جرګې له امريکا سره امنيتي تړون ومانه.
  • لویې جرګې ټنګار وکړ چې امنیتي تړون باید ژر تر ژره لاسلیک شي.
  • له ۵۰ کمیټو څخه ۴۶ کمیټو ټنګار کړی چې امنیتي تړون دې له راتلونکي کال نه مخکې لاسلیک شي خو څلور نور بیا ویلي څومره ژر چې شونې وي باید لاسلیک شي.
  • ولسمشر کرزی وايي تر هغو به یې لاسليک نه کړي، تر څو چې ټاکنې په ښه او با عزته ډول پاى ته ونه رسېږي.
  • په دې جرګه کې د بېلابېلو ١٧ کتګوريو خلک لکه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مخور، ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر، صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ نوماندان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي برخه لرله.
  • لویه جرګه په پنجشنبه پیل شوه او نن یکشنبه د نومبر ۲۴مه پای ته ورسېده.
  • په جرګې کې نژدې ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
  • د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون که لاسلیک شو، لس کاله به د اعتبار وړ وي.
  • د تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې نهه اډې ولري.

د لندن پر وخت: 10:45

نامعلومه کس

که څه هم د لویې جرګې لخوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک کولو منل یوه ډېره ښه پرېکړه ده خو له نژدې یو میلیون ډالرو لګښت، امنیتي ستونزو او ۲۵۰۰ کسانو را غونډولو وروسته هم دا روښانه نه شوه چې ولسمشر کرزی دا تړون لاسلیک کوي او که نه. دا کار ښايي ستونزې پیدا کړي.

د لندن پر وخت: 10:26

وحید خان

زمونږ غمیزو ته له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول او یا نه لاسلیک کول د پای ټکی نه شي کېښودلی. هغه څه چه موږ ته خوښي راوړي د کورنۍ جګړې مخنیوی او د افغانانو تر منځ د یووالي، ورورولۍ او د یو او بل منلو فضا راوستل دي.

د لندن پر وخت: 10:10

د بي بي سي کابل دفتر مشره مینه بکتاش وايي جرګې ته له بېلابېلو ١٧ کتګوريو خلک لکه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مخور، ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر، صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ نوماندان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي راغلي چې کولی شي پر ولسمشر فشار راوړي چې دغه تړون ژر لاسلیک کړی.

د لندن پر وخت: 09:45

افغانستان کې د ایساف پخوانی سلاکار امین الله حبيبي وايي، کېدای شي ولسمشر کرزي ځینې معلومات ولري چې موږ یې نه لرو او یا ښايي د تېرو ټاکنو د ځینو تجربونه پر بهرنیانو باور نه لري.

احمد سعیدي، د سیاسي چارو کار پوه.

په ۱ تلویزیون کې نومړي وویل د ولسمشر کرزي خبرې دومره د اندېښنې وړ نه دي. معمولا ولسمشران په خپلو وروستیو ورځو کې ملي کېږي.

د لندن پر وخت: 09:41

اجمل ترک

د کرزي صیب خبره سمه ده. باید د انتخاباتو نه وروسته دا تړون امضا شي. افغانستان چې څه غواړي باید عملي شي. لکه دایمي سولې ضمانت او داسې نور.

سمیع الله له خوسته:

پښتو کې متل دی وايي، په ښو کې تلوار په بدو کې حوصله. زما په نظر دغه تړون د افغانستان په ګټه دی او ژر باید لاسلیک شي. که وځنډول شي نو بهرني ځواکونه به افغانستان پرېږدي او دغه هېواد به یو ځل بیا د ګاونډیانو (پاکستان او ایران) لاس وهنو ته برابر شي. مسولیت اوس د کرزي په غاړه دی.

لطیف بهار

جرګه کې ټول د دولت کسان وو خامخا به یي مني، ټول په ډالرو راغلي وو.

د لندن پر وخت: 09:35

احمد خان احمد، د انتخاباتو نه وروسته باید لاسلیک شي.

د لندن پر وخت: 09:30

ښاغلي نبیل په وروستو خبرو کې وویل موږ حق لرو، چې د ملي امنیت د ژغورنې لپاره تیلیفوني مکالمي واورو او وې څېړو. موږ له امنیت شورا غوښتنه وکړه، چې مژده و نیسو خو اجازه مو ترلاسه نه کړه.

تېره ورځ له طالبانو سره د وحید مژده تیلفوني مکالمې خپرې شوي چې یو لړ پوښتنې یې را پورته کړې. په نوموړي تور دی چې له طالبانو سره لاس لري.

وحید مژده: خپرې شوې خبرې زما خپلې دي

د لندن پر وخت: 09:15

د ملي امنیت مشر وايي د جرګې پر مهال مو زرګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي، درنې وسلې او پنځه ځانمرګي ګروپونه نیولې دي. یوه نیول شوي، د جرګې شاوخوا درې ورانکاري پلانونه جوړ کړې وه.

ښاغلی نبيل وايي که زموږ ځواکوو سره خلک مرسته وکړي، هیڅ امنیتي ستونزې نه وي.

د لندن پر وخت: 09:07

امنیتي چارواکیو د امنیت په اړه مطبوعاتي کنفرانس پيل کړ. د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل له خلکو نه په بښنې غوښتنې سره وویل له څو میاشتو راهیسې ځینو کړیو هڅه کوله، چې د دغې جرګې امنیت ګډوډ کړي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه د جرګې د امنیت چارې ټولې زموږ پر غاړه وي او دا یې وښوده، چې زموږ ځواکونه د ټاکنو دامنیت لپاره هم چمتو دي.

د لندن پر وخت: 09:01

د جرګې په داخل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، چې ټاکل شوي څو شیبو کې امنیتي کسان خبري ناسته ولري.

د لندن پر وخت: 08:57

جرګه په رسمي ډول پای ته ورسیده، جرګې ټولې مشورې ولسمشر کرزي ته په لیکلې بڼه ورکړې.

د لندن پر وخت: 08:50

ولسمشرکرزی په ډیره تنده لهجه وايي، که امریکا د افغانانو کورنو ته داخل شول، امنیتي سند با قطع کړي.

د لندن پر وخت: 08:49

ولسمشر کرزی بیا سټیج ته راغی. ښاغلي مجددي پر غږ وکړ چې دغه سند امضا کړه، ژر یې امضا کړه.

د لندن پر وخت: 08:45

له کابله زموږ همکار حفیظ الله معاروف وايي چې ښاغلي مجددي په خپله وینا کې وویل چې امریکایان باید زموږ له نظریو نه سرغړونه ونه کړي، ځکه دهغوی په ګټه هم دي. خو که امریکا له هغه څه چې دلته ژمنه کړې، سرغړونه وکړي، نو بیا افغانان ویده نه دي. مجددي ټنګار وکړ چې دغه سند باید امضا شي، ځکه له دې نه موږ نه شو منصرف کیدای. ده یو ځل بیا په ولسمشر غږ وکړ چې موږ ته دې ژمنه راکړي، چې ژر یې لاسلیکوي ځکه زموږ په خیر دی. که چیرې یې ولسمشر نه لاسلیکوي، نو زه له هر څه استعفا کوم او بل هیواد ته هجرت کوم.

د لندن پر وخت: 08:39

مجددي وايي څه چې ولسمشر کرزي وویل، ډیر یې د افغانستان په خیر و. ولسمشر زما د اولاد او شاګرد په څیر دی، له دې خوښ یم چې دی زما لاس ښکلوي خو زما خبرې نه مني.

د لندن پر وخت: 08:36

په جرګه یوه میرمن خبرې کوي او د ښاغلي مجددي دخبرو مخه نیسي.

د ولسمشر کرزي وینا پای ته ورسېده اوس صبغت الله مجددي وینا پیل کړه.

د لندن پر وخت: 08:34

ولسمشر کرزی په خپلو وروستو ټکو کې وویل د دغه سند دتطبیق لپاره، له امریکا سره چنو وهلو ته دوام ورکوم.

د لندن پر وخت: 08:32

ولسمشر کرزی وايي موږ د محبوریت له مخې دلته راټول شوي یوو چې امریکا ته اډې ورکوو. نوموړي زیاته کړه چې که سوله رانه شي، دغه قرار داد د افغانستان لپاره بدبختي ده، که سوله راغله، ستاسې سلا مشورې په پام کې نیسم او دغه سند لاسلیکوم. د ولسمشر کرزي خبري په جرګه کې په جکچکو بدرګه کېږي.

د لندن پر وخت: 08:29

کرزی: تاسو چې ماته واياست په یوه مياشت کې تړون لاسليک کړم . زه به یې لاسليک کړم خو که سوله رانشي ملامتي د چا ده؟ موږ چې پر سوله ټينګار کوو هدف مو دا دی چې نور خلک له تاوتريخوالي خلاص شي.

دا اوس خلک د کابل موسهي ولسوالۍ ته نه شي تللی د لوګر ازرې ته نه شی تللی.

د لندن پر وخت: 08:28

کرزی: له امريکا غواړو چې په امنیتي تړون کې له موږ سره صادق وي.

د لندن پر وخت: 08:25

ولسمشر کرزی وايي موږ له نړيوالو غواړو چې ټاکنې دې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ترسره شي. که په لومړي پړاو کې څوک نه بريالی کېږي بايد دوه اوونۍ وروسته ترسره شي، نه پنځه يا شپږ مياشتې وروسته.

د لندن پر وخت: 08:20

Image caption کرزی: که امریکا بيا عمليات وکړل قرارداد نه شته.

ولسمشر کرزی وايي د امريکا سفير ته مې د مشورتي لويې جرګې نه درې ورځې مخکې وویل چې تاسو ولې بيړه لرئ؟ ما ورته وويل پنځه مياشتې وروسته به یې لاسليک کړو هغه راته وویل نه داسې نه کېږي

سفير دا راته وویل چې راتلونکې ټاکنو دويم رونډ ته ځي او دويم رونډ ښايي پنځه شپږ مياشتې وروسته وشي.

چې دا د قدرت یوه تشه رامنځته کوي.

د لندن پر وخت: 08:16

کرزی: دا ډيره سخته ده چې له امريکا سره امنيتي تړون کوو ، دا زموږ غيرت نه مني، خو مجبوره يو

کرزی: که امریکا بيا عمليات وکړل قرارداد نه شته.

د لندن پر وخت: 08:14

حامد کرزی: امريکايان سر له ننه سر له همدې شيبې، نه شي کولی عمليات وکړي، د خلکو کورونه تلاشي کړي او يا په لويو لارو کې د خلکو مخه ونيسي.

ولسمشر کرزي په جرګه کې خپله وینا پیل کړه.

مشورتي لویې جرګې امنیتي تړون ومنه

د افغانستان کې مشورتي لویې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ومنه او ولسمشر کرزي ته یې سپارښتنه وکړه چې باید د روان کال تر پایه لاسلیک شي.

د لندن پر وخت: 08:08

اوومه کمیټه وايي، سند دې لاسلیک شي.

اتمه مه کمیټه وايي، چې په پنځو برخو کې له تعدیل وروسته دې سند لاسلیک شي او هغه ځانګړی حالت دې تعریف شي، چې امریکايي ځواکونه پکې د عملیاتو حق لري.

د اتمې کمیټې مشره دا هم وايي، چې په یوه میاشت کې دې د سند مسوده ولسي استازو ته واستول شي.

د اتمې کمیټې مشره دا هم وايي، چې په یوه میاشت کې دې د سند مسوده ولسي استازو ته واستول شي.

نهمه کمیټه وايي: که امریکايي جرم کوي، نو تورن سړی دی په افغانستان کې محاکمه شي. دا کمیټه دا هم وايي، چې دغه سند دې لسو ورځو کې ولسي جرګې ته واستوي او ژر دې لاسلیک شي.

لسمه کمیټه وايي: که امریکايي جرم کوي، نو تورن سړی دی په افغانستان کې محاکمه شي. دا کمیټه دا هم وايي، چې دغه سند دې لسو ورځو کې ولسي جرګې ته واستوي او ژر دې لاسلیک شي.

تر اوسه یوولسو کمیټو مشرانو خبرې کړې دې، ټولو یې ویلي، چې سند دې لاسلیک شي او هغه له ټاکنو وړاندې.

۱۲لسمه کمیټه وايي: د ترهګر، القاعده او دهغوی دپلویانو تعریف دې شوي. د شرکتونو قراردادونه دې لومړی افغانانو ته ورکړل شي. دغه قرار داد دې د روان میلادي کال تر پایه لاسلیک شي.

د یارلسمه کمیټه وايي، چې په بامیانو کې دې د بهرنیو ځواکونو اډه جوړه شي.

څوارلسمه کمیټه: له امریکا سره دې امنیتي او دفاعي سند د روان میلادي کال پایه لاسلیک شي، خو سوله دې ورسره ټینګ شي.

پنځلسمه کمیته: ولسمشر کرزی دې ژر دغه سند لاسلیک کړي. هغه څوک چې د امریکایانو له خوا زیامن کیږي، په امریکا کې دې د محاکمې پرمهال دهغوی د کورنۍ غړي موجود وي.

د پنځلسمې کمیټې مشر : په امریکايي اډو کې دي، نجونې او هغه چې عمر له ۱۸ کم وي، نه استخداموي.

شپاړلسمه کميټه وايي د سند ټول مواد یې خوښ دي، خو ځینې تعدیلات پکې ضرور دي. او د دوی سلا مشورې په یوه اونۍ کې ولسي استازو ته واستول شي او ولسمشر کرزی دې د غه سند د روان کال تر پایه لاسلیک کړي.

د لندن پر وخت: 08:05

17 کمیټه وايي، سند دې له ټاکنو مخکې لاسلیک شي. دا کمیټه هم وايي، چې په بامیانو کې د بهرنیو ځواکونو اډه جوړه شي. کمیټه وايي، چې د ګوانتنامو زندانیان دې افغان لوري ته وسپارل شي.

له اتلسمې کمیټې نه اووه نفره داعتراض په ډول وتلې دي. د دغې کمیټې مشر وايي، چې پښتو، دري او انګریزي مسودې یو بل سره په ځینو مواردو کې توپير لري. له ټاکنو وړاندې دې، دغه سند لاسلیک شي.

۱۹ کمیټه: زمو سلا مشورې دې په مسوده کې ځايي شي او په یوه میاشت کې دغه سند لاسلیک شي. دوی هم وايي، چې يوه پوځي اډه دې په بامیانو کې جوړه شي.

۲۰ کمیټه له ولسمشره غوښتنه کوي، چې دغه سند له ټاکنو مخکې لاسلیک کړي.

تر اوسه د شلو کمیټو مشرانو خبرې کړي، شل واړو یې ویلې دي، چې سند دې له لاسلیک شي او هغه هم له ټاکنو مخکې. یانې دهغه څه خلاف چې ولسمشر یې غوښتنه کوي.

۲۱ کمیټه وايي، چې په مسوده کې د امریکايي سرتیرو شمیر معلوم شي. دا څلورمه کمیټه ده، چې په بامیانو کې د امریکاپوځي اډه غواړي

۲۲ کمیټه وايي، د سند له لا سلیک سره موافق یوو.دغه کمیټه وايي، د جرم په صورت کې امریکایان په افغانستان کې محاکمه شي. د دغه سند په لاسلیک سره دې په افغانستان کې سوله ټینګ شي.

۲۳ کمیټه: امریکايان نه شي کولای افغانان ونیسي. زندان نه شي لرلی. خپلسري پوځي عملیات نه شي کولای. امریکایان نه شي کولای په خپلو اډو کې نجونې استخدام کړي. امریکا دې افغانستان د مالي سیستم تابع وي. دغه قرار دا دې ژر لاسلیک شي، او د ګوانتانامو زندانیان دې افغان حکومت ته وسپارل شي.

۲۴ کمیټه: ټوله مسوده تاییدوو. ددغه سند لاسلیک د هیواد لپاره اړین دي. باید له ۲۰۱۳ کال نه مخکې لاسلیک شي. په ترجمه کې ستونزې دي.

۲۵ کمیټه: بهرنی یرغل باید تعریف شي. امریکا باید د افغانستان له مالي سیستم څخه معاف نه وي. امریکا دې اجرایوي ضمانت ورکړي، چې سوله به په افغانستان کې ټینګیږي.

۲۶ کمیټه: د امریکا دپوځي عملیاتو ځانګړی حالت دې تعریف شي. امریکايي تاسیسات دې د خلکو له کورونو لرې وي. امریکا دې کیمیاوي توکي نه کاروي.

۲۷ کمیټه: نژدې ټوله مسوده مو د یایید وړ ده. امریکایان دې سیاسي او مذهبي فعالیتونه نه کوي. سره له دې چې ښايي دغه سند زموږ لپاره ځینې ننګونې را پيدا کړي، خو مجبور یوو چې ولسمشر دغه سند له ټاکنو وړاندې لاسلیک کړي.

د لندن پر وخت: 08:03

۲۸ کمیټه وايي، چې تیلیفوني مکالمات دې خوندي وي.

۲۸ کمیټه: ارمان مو دا دی، چې د دغه سند لاسلیک په افغانستان ثبات ټینګ کړي، که دغسې ونه شي، نو زموږ نظر به منفي وي.

۲۸ کمیټه وايي، چې تیلیفوني مکالمات دې خوندي وي.

۳۰ کمیټه: ټوله مسوده مو ومنله.

۳۱ کمیټه: په مسوده کې دې د امنیت د ټینګښت لپاره د همکارۍ پر ځای، د جدي اقدام کلمه راوړل شي. قضايي صلاحیت دې په مطلق ډول په افغانستان کې یوې اډې ته راوړل شي، نه امریکا ته. دغه سند دې ژر امضا شي، او ملي شورا ته دې واستول شي.

۳۲ کمیټه: امریکايان دې ثبت او راجستر شي. سند دې ژر لاسلیک شي. په بامیانو کې دې اډه جوړه شي.

۳۳ کمیټه: شپږمه ماده دې لا ډیر روښانه شي، ترهګر دې تعریف شي. اسلامي ارزښتونو ته درناوی دې برجسته شي.

۳۴ کميټه: د دغه سند لاسلیک د افغانستان پياوړتیا لپاره مهم دی.

۳۵: سند دې په یوه میاشت کې لاسلیک شي، او ملي شورا ته دې واستول شي.

۳۶ کمیټه: د متن له ماهیت سره په ټوله کې موافق یوو، خو دامریکايي ځواکونو محاکمه دې د پيښې په ځآی یان په افغانستان کې وشي. دغه سند دې ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې لاسلیک کړي.

۳۷ کمیټه: امریکا دې له هر ډول سیاسي او مذهبي فعالیت څخه ډډه وکړي. د امریکايي سرتیرو محاکمه دې حتما په افغانستان کې وي. دا کمیټه هم وايي، چې یوه اډه دې په بامیانو کې وي. دغه سند دې د جرګې له پای ته رسیدو درې ورځې وروسته لاسلیک کړي.

۳۹ کمیټه: په ټوله کې مو مسوده تاییده کړه. تالاشي دې امریکایان نه کوي. تورن امریکایان دې په افغانستان کې د قوانینو له خوا محاکمه شي. امریکا دې زموږ هوايي ځواکونه پیاوړې کړي. له ټلیفیوني شرکتونو دې د استخباراتو په ډول کار نه اخیستل کیږي او ژر دې دغه سند لاسلیک شي.

۴۰ کمیټه: امریکا دې هغه سرچینې له منځه یوسي، چې دافغانستان امنیت ته ګواښ پيښوي.

تر اوسه مې د ۴۰ کمیټو دمشرانو خبرې واوریدې. ټولو په یوه خوله له امریکا سره د امنیتي سند لاسلییدل غوښتل او ټولو ویل چې له ټاکنو مخکې دې ولسمشر دغه تړون لاسلیک کړي.

۴۱ کمیټه: زموږ له مشورو سم دې دغه سند ژر لاسلیک شي او اړوندو ادارو ته دې واستول شي.

۴۲کمېټه: امريکايي ځواکونه يوازې هغه مهال عمليات کولی شي چې د جرم اسناد موجود وي او امريکايي ځواکونو ته د مرګ خطر موجود وي.

د دغې کميټې ځينو غړي ويلي چې لس کاله قرارداد کم دی او بايد د قرارداد موده نوره هم وغځول شي

۴۳ کمیټه: د دغه سند لاسلیک د هیواد په خیر ګڼو. په یوه میاشت کې دې امضا شي.

۴۴ کمیټه: د رایو په اتفاق مو پریکړه وکړه، چې دغه سند دې له ۲۰۱۳ کال له پای ته رسیدو مخکې لاسلیک شي.

د لندن پر وخت: 08:00

۴۵ کمیټه: د رایو په اکثریت له امریکا سره د سند لاسلیک غواړو. او د امریکايي ځواکونو محاکمه دې په افغانستان کې وشي.

۴۶ کمیټه: موږ ۳۷ موارده ملاحظات په مسوده کې لرل خو په ټولو برخو کې پریکړو ته ورسیدو. دیني ارزښتونه دې پکې ایضافه شي. او په دوو اونیو کې دې لاسلیک شي.

۴۷ کمیټه : په ټوله کې مو دغه قرارداد تایید کړ. له ولسمشره غوښتنه کوو، چې په ۶ اوونیو کې دغه تړون لاسلیک کړي. داسې کلمې پکې راوړل شي، چې الزامي بڼه ولري او روغتونونه دې جوړ کړي.

۴۸ کمیټه: که امریکايي په افغانستان کې دداسې جرم مرتکب کیږي، چې په امریکا کې جرم نه ګڼل کیږي خو په افغانستان کې جرم بلل کیږي، باید تورن سرتیری د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي.

۴۹ کمیټه: له یو کس پرته نورو ټول د دغه سند له محتوا سره موافق یوو. خو د پښتو، دري او نګریزي متن دې د ژبپوهانو له خوا وڅیړل شي. مشوره مو دا ده، چې د سند الزامیت باید کې ډیر شي.

۵۰: ټولې ۲۶ مادې موږ تاييد کړي. سل په سلو کې امنيت بايد وي. که امنيت نه وي، چې اقتصاد او پرمختګ نه شي کيدای. امريکا نه شي کولی د کيمياوي وسلې پاتې شونې ښخې کړي. لرغونې اثار بايد خوندي وي.

که کومه قضيه نه حليږي بايد نړيوالې محکمې ته راجع شي.

د لندن پر وخت: 07:55 د کابل پر وخت: 12:55

يو جگپوړى افغان چارواکى وايي د مشورتي لوى جرگې له ٥٠ کاري کميټو څخه ٤٦ هغو ېې سپارښتنه کړې ده چې د روان کال تر پايه د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون بايد لاسليک شي خو ٤ کيميټو ويلي دي چې دا تړون هرڅومره ژر چې ممکنه وي بايد لاسليک شي.

نن د مشورتي لويې جرګې وروستۍ ورځ ده او ګومارل شوې کمېټې خپلې طرحې او د جرګې د غړو وړانديزونه د يوه پرېکړه ليک په چوکاټ کې ولسمشر ته وړاندې کړي. دا جرګه درې ورځې وړاندې د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د بحث په موخه د ٢٥٠٠ ګډونوالو په درلودو سره پيل شوه او ټاکل شوې نن یکشنبه د نومبر ۲۴مه پاى ته ورسېږي. په ټوله کې ٥٠ کاري کمېټې جوړې شوې وې، چې په تېرو دوو ورځو کې يې د جرګې د غړو نظرونه او وړانديزونه را ټول کړي دي.