کمیسیون: دویم پړاو ټاکنو ته چمتووالی لرو

Image caption د ياد شوي کميسیون مشر احمد يوسف نورستانی وايي له مالي او لوژيستيکي پلوه چمتو دي چې ددوو اونيو په ترڅ کې له قانون سره سمې دویم ځل ټاکنې هم تر سره کړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ويلي دي هیله من دي چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې به دویم پړاو ته نه ځي، خو وايي که داسې وشي کمیسیون له مالي او لوژيستيکي اړخه بشپړ چمتووالی لري، چې ددوو اونيو په اوږدو کې دویم ځل ټاکنې هم وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په اړه د ولسمشر حامد کرزي تر دې اندېښنې وروسته، چې هسې نه د امريکې محتده ایالتونه په لوی لاس ټاکنې دويم پړاو ته وغځوي،ددغه هيواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې سر له اوسه دویم ځل ټاکنو ته هم تيار دي.

د ياد شوي کميسیون مشر احمد يوسف نورستانی وايي له مالي او لوژيستيکي پلوه چمتو دي چې ددوو اونيو په ترڅ کې له قانون سره سمې دویم ځل ټاکنې هم تر سره کړي:

''لومړی خو هيله لرو چې ټاکنې دویم پړاو ته و نه غځيږي،خو که بيا هم وغځيږي،د ټاکنو خپلواک کميسیون د تخنيکي او لوژيستيکي پلوه چمتوالی لري چې دوو اونيو په ترڅ کې دویم پړاو هم تر سره کړي، مالي اسانتيا یې هم لرو، او په دې برخه کې هيڅ ستونزه نه لرو''.

Image caption د ښاغلي کرزي په وینا پر همدې بنسټ یې امريکې ته وویل چې هيواد به یې تر بريالیو ولسمشريزو ټاکنو وروسته امنيتي تړون لاسليک کړي.

ولسمشر حامد کرزي د افغان امريکې امنيتي تړون د منځپانګې د ارزونکې لويې جرګې په وروستۍ ورځ ګډونوالو ته وويل شک لري نه چې متحده ایالتونه د خپلو ګټو په موخه ټاکنې وځنډوي او بیا دا بهير د څو مياشتو په اوږدو کې تر سره نه شي.

ښاغلي کرزي وویل که د ولسمشرۍ احتمالي دویم پړاو ټاکنې د څو مياشتو لپاره پاتې شي، اوسني حکومت به خپله موده پوره کړې وي، او دویم حکومت به راغلی نه وي نو هيواد به بې حکومته پاتې شي.

د ښاغلي کرزي په وینا پر همدې بنسټ یې امريکې ته وویل چې هيواد به یې تر بريالیو ولسمشريزو ټاکنو وروسته امنيتي تړون لاسليک کړي.

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي که خبره دویم پړاو ټاکنو ته هم وغځيږي، دوی چمتووالی لري چې په دوو اونيو کې یې بیا هم تر سره کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو ورورستی لست هم اعلان شوی، چې لاندې کسان پکې شامل دي:

  • عبد رب الرسول سیاف، مخکنی جهادي مشر او د ولسي جرګې مخکنی استازی.
  • اشرف غني احمدزی، افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنیتي لېږد د کمیسیون مشر.
  • عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو مخکنی وزیر او د ملي ایتلاف مشر.
  • عبدالرحیم وردګ، د ملي دفاع مخکنی وزیر.
  • هدایت امین ارسلا، د حامد کرزي مخکنی جګپوړی سلاکار.
  • زلمی رسول، د بهرنیو چارو مخکنی وزیر.
  • قطب الدین هلال، د اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې مخکنی مشر.
  • قیوم کرزی، د ولسمشر حامد کرزي ورور.
  • ګل اغا شیرزی، د ننګرهار مخکنی والي.
  • محمد داود سلطانزوی، د ولسي جرګې مخکنی غړی.
  • او سردار نادر نعیم، د سردار محمد داود خان د ورور لمسی.

ورته مطالب