نورستان کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه

نورستان
Image caption دواړو لوریو یو او بل ته ددرنې مرګ ژوبلې اړولو رپوټونه هم ورکړي.

د ختیځ ولایت نورستان له کامدیش نه رپوټونه وايي، چې دغلته د طالبانو بر څو کلیو (میردیش، کمو او بتیکل) سیمه ییزو بولیسو او په کامدیش کې دېره امنیتي ځواکونو له پرون راهیسې بریدونه پیل کړي.

د نورستان امنیه قومندان عبد الباقي نورستانی وايي د طالبانو له ولکې ېې یوشمېر بندیان هم خوشي کړي او یو شمېر طالبان يې ژوندي نیولي.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، ناتایید شوي رپوټونه وایي د طالبانو د پلویانو ځینې کورونو ته اور اچول شوی.

دواړو لوریو یو او بل ته ددرنې مرګ ژوبلې اړولو رپوټونه هم ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د ددغو اداعاوو بې پرې پخلی شوی.

کامدیش د نورستان یوه خبر جوړونکې سیمه ده چې دا څو کلونه ېې دتګ راتګ لار هم دوسلوالو له لوري تړل شوې دغه ولسوالي په تېر کې څو ځل لاس په لاس شوې.

ورته مطالب