ولسمشر کرزي د تړون لاسلیکولو لپاره نوي شرطونه ایښي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سوزان رایس سره په خبرو کې ویلي، تر هغو به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې امریکا ورته د افغانانو کورونو کې د عملیاتو د بندولو تضمین او ډاډ نه وي ورکړی.

که څه هم د یکشنبې پر ورځ لویې جرګې پر ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې دغه تړون دې ژر لاسلیک کړي خو کرزی وايي له ټاکنو وروسته دي امضا شي. امریکايي چارواکي وايي باور لري چې لاپې وهي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له خولې واشنګټن پوسټ لیکلي چې ولسمشر وویل "میرمن رایس, توپ ستاسې په میدان کې دی. که تاسې په دې فکر کې یاست چې تړون به د سولې د پروسې او افغانانو کورونو کې د عملیاتو د بندولو پرته لاسلیک شي نو دا یوه ډېره جدي ناسنجول شوې خبره ده."

سپینې ماڼۍ هم ویلي، چې "ولسمشر کرزي د تړون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي، او ښکاري چې سم لاسي د امنیتي تړون لاسلیکولو ته چمتو نه دی".

میرمن رایس ویلي و د راتلونکي کال تر ټاکنو وروسته د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډول "د منلو وړ نه دي". د رپوټونو له مخې نوموړې ولسمشر کرزي ته ویلي که تړون ژر لاسلیک نه شي امریکا به خپل ټول سرتېري د ۲۰۱۴ کال وروسته وباسي.

افغانستان کې رسنیو ته میرمن رایس ویلي دا خپه او خواشينې ده چې ولسمشر کرزی سملاسي د دې تړون لاسلیک ته چمتو نه دی.

ډاډ

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سوزان رایس سره وکتل.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، د حامد کرزي او اغلې رایس ترمنځ د خبرو ډېر تمرکز دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه و.

دواړو د تړون د لاسليکېدو د وخت په اړه هم خبرې کړې دي.

ویناپاڼه کاږي، ولسمشر حامد کرزي په خبرو کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې افغانان د امریکایانو له لوري دا ډاډ ترلاسه کول غواړي، چې کورونو ته به یې پوځيان د عملیاتو لپاره نه ورځي، په ټاکنو کې به لاسوهنې نه کېږي او هېواد ته به سوله راځي.

حامد کرزي پر دې سربېره ویلي چې امریکا باید پرېکړه لیک کې یاد شوي ټکي پام کې ونیسي، چې یوه مهمه موضوع له ګوانتانامو زندانه د افغان بندیانو د خوشي کولو مساله ده.

خو په مقابل کې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې کرزي ته ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د افغان ټاکنو د شفافیت رامنځ ته کېدو او هر راز مداخلې د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي.

د خلکو کورونو ته د امریکايي پوځيانو د ننوتلو په اړه، د نړیوالو ایتلافي ځواکونو قومندان جنرال ډنفورډ ویلي، خپلو سرتېرو ته یې سپارښتنه کړې ده، چې د امنیتي تړون او د مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو پربنسټ دې عمل وکړي.

د هڅو جاج

ولسمشر حامد کرزي د امریکا د ملي امنیت سلاکارې ته ویلي، چې خپل ولسمشر بارک اوباما ته د افغانانو هغه غوښتنې ورسوي، چې امریکايي ځواکونه یې نور باید کورونو کې عملیات ونه کړي.

Image caption امريکا د ملي امنيت سلاکارې په داسې مهال کې افغانستان ته سفر کړى چې ښاغلى کیري د ايران د اټومي پروگرام په تړاو يوې شوې معاملې سره بوخت دى.

وړاندې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندې کېتلېن هېدن ویلي وو چې: "افغانستان اوس هم د امريکا د ملي امنيت په لومړيتوبونو کې دى او دا اغلې رايس لپاره يو فرصت دى چې هلته د شويو هڅو جاج واخلي."

امريکا د ملي امنيت سلاکارې په داسې مهال کې افغانستان ته سفر کړى چې ښاغلى کېري د ايران د اټومي پروگرام په تړاو يوې شوې معاملې سره بوخت دى.

افغانستان ته د اغلې رايس سفر د شنبې په ورځ پيل شو خو سپينې ماڼۍ غوښتي و چې دا موضوع دې تر دوشنبې ورځې (نومبر ٢٥) پورې ډاگيزه نه شي.

واشنگټن پوست په خپل يوۀ خپارۀ کړي رپوټ کې وايي افغانستان ته د سوسن رايس له سفره د امريکا دا هوډ څرگندېږي چې، اړتيا ده ولسمشر کرزى پر دې خبرې باوري کړي چې امريکا له افغانستان سره له امنيتي تړون څخه د لاس په سر کېدو په تړاو باټې نه وهي.

ورته مطالب