رایس: ټاکنو کې به هېڅ لاسوهنه نه کوو

Image caption میرمن رایس هم کې تړون ژر لاسلیک نه شي ښايي له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکا ضمانت ورکړی، چې په راتلونکو ټاکنو کې به لاسوهنه نه کوي او له هېڅ کاندید به ملاتړ نه کوي.

دغه ضمانت د امریکا د ملي امنیت مشاورې سوزان رایس ولسمشر کرزي ته تېره شپه په کتنه کې ورکړی دی.

ولسمشرکرزي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند د لاسلیک لپاره یوه مهم شرط دا ایښي و، چې امریکا دې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو د نه لاسوهنې ضمانت ورکړي.

بشپړه مرکه واورئ

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له حفیظ الله معروف سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دغه ضمانت تیره شپه سوزان ریس له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې هغه ته ورکړی دی او ولسمشر هم منلی دی.

نوموړی وايي "سوزان رایس ولسمشر ته قوي ضمانت ورکړ، چې په ټاکنو کې به مداخله نه کوي او که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته ځي، نو د افغانستان داساسي قانون له مخې به په دوو اونیو کې ترسره کېږي او نه به ځنډول کېږي"

خو ښاغلی فیضي وايي، په دغه کتنه کې ولسمشر کرزي اغلې رایس ته وویل، تر هغو به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې امریکا ورته د افغانانو پر کورونو د عملیاتو د بندولو او په عملي ډول د سولې په پروسه کې تضمین او ډاډ نه وي ورکړی.

ښاغلی کرزی باور لري، چې د افغانستان د سولې بهیر بریالیتوب په لومړي قدم کې له امریکا او بیا په دویم قدم کې په پاکستان پورې تړلی دی.

ایمل فیضي وايي دوی تمه لري، امریکا هغه څه په عمل کې ثابته کړي، چې افغان لوري ته یې ژمنې ورکوي.

د ولسمشر ویاند وايي، له ښاغلي کرزي سره په خبرو کې اغلې رایس وویل دوی چمتو دي که افغانستان امنیتي سند لاسلیک کړي، نو واشنګټن به یې هم په څو ورځو کې امضا کړي.

مېرمن رایس دا هم ویلي، چې د راتلونکي کال تر ټاکنو وروسته د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډول د منلو وړ نه دي او ښايي له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور وکړي.

د رپوټونو له مخې نوموړې ولسمشر کرزي ته ویلي که تړون ژر لاسلیک نه شي امریکا به خپل ټول سرتېرو د ۲۰۱۴ کال وروسته وباسي.

خو ښاغلي فیضي وايي، چې امریکا دغه ډول څرګندونې پر افغان حکومت د فشار لپاره کوي او له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونه خپله دواشنګټن په ګټه نه دي.

ولسمشر کرزي د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې سره په خبرو کې هغې ته دا هم ویلي، چې امریکا باید د هغو سلا مشور درناوی هم وکړي، چې لویې مشورتي جرګې افغان حکومت ته ورکړې دي.

د د غې جرګې یو وړاندیز دا وه، چې امریکا باید په ګوانتانامو زندان کې افغان بندیان خوشي کړي او دا هغه څه وو، چې ولسمشر کرزي یې هم له اغلې رایس سره په کتنه کړې وه.

افغانستان کې رسنیو ته مېرمن رایس ویلي دا خپه او خواشينې ده چې ولسمشر کرزی سملاسي د دې تړون لاسلیک ته چمتو نه دی.

ورته مطالب