فاریاب کې د 'اکټیډ' مؤسسې کارکوونکي وژل شوي

Image caption اکټیډ په افریقا، اسیا، منځني ختيځ، لاتینه او امریکا کې فعالیتونه لري، چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې افغانستان کې هم فعالیت پیل کړی دی.

د یوې فرانسوۍ خیریه ټولنې شپږ تنه افغان کارکوونکي نن سهار فاریاب ولایت کې ووژل شول.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي د 'اکتید' موسسې دغو کارکوونکو غوښتل چې له میمنې د المار ولسوالۍ په لور ولاړ شي، چې د میمنې ښار له دروازې د وتلو پر مهال له کمین سره مخ شوي دي.

د فاریاب ولایتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني بي بي سي ته وویل، یوه انجنیر غوښتلو چې د قلعه نو او فاریاب ترمنځ سړک ونښلوي، چې وسله والو وواژه.

نوموړی وايي، شپږو افغان انجنیرانو د انجنیر زاهد فاتحې ته سهار تللي وو، کله چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول:

''طالبانو دغه کسان د یوې پوستې پنځوس مترۍ کې د دغو شپږو انجنیرانو موټر درولی او هغوی یې په ډزو وژلي دي. پنځه ویشتل شوي وژل شوي او یو ټپی دی''.

خو کله چې له ترکستانی وپوښتل شول، چې ایا دا برید طالبانو کړی، هغه وویل، چې امنیه قومندان خو وايي، چې دا یوه ترافیکي پېښه وه، خو د هغه په باور دا له مخکې پلان شوی برید و.

د فاریاب ولایتي شورا مشر وایي، طالبان د میمنې ښار د امنیتي کمربند په یو کیلومترۍ کې فعالیت کوي.

امنیتي چارواکي وايي په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

د فاریاب د پولسو مشر نبي جان ملاخېل ویلي، اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ کې له موټره راکوز کړل شوي او بیا ویشتل شوي دي.

پښتون کوټ ولسوالي له ترکمنستان سره سرحد لري.

تر اوسه چا ددغې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په فاریاب کې د حکومت مخالف وسله وال فعال دي.

اکټیډ یو نادولتي نړیوال سازمان دی، چې په ۱۹۹۳ کال جوړ شوی او اصلي مرکز یې پاریس کې دی.

دغه سازمان له جګړه ځپلو، د طبیعي پېښو له اغېزمنو شویو او هغو سیمو سره مرستې کوي، چې د اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو له کبله اغېزمنې شوې وي.

اکټیډ په افریقا، اسیا، منځني ختيځ او لاتینه امریکا کې فعالیتونه لري، چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې افغانستان کې هم فعالیت پیل کړی دی.

ورته مطالب