''د طالبانو ادرس امريکا او پاکستان ته مالوم دی''

Image caption افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فیضي بي بي سي ته ويلي، د افغان طالبانو د رهبرۍ ادرس هم امریکا او هم پاکستان ته مالوم دی.

ښاغلی فيضي وايي د دغو دواړو هیوادونو عملي همکاري به هغه مهال ثابته شي، چې د سولې د عالي شورا او د طالب مشرانو د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

کابل په دې باور دی، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې اسلام اباد رغنده رول لري او له همدې امله و لسمشرکرزي تیره اوونۍ مشورتي لویې جرګې ته په خبرو کې د امریکا او پاکستان پر رول ټینګار کاوه.

اوس هم د ولسمشر ویاند ايمل فيضي پر دې ټينګ ولاړ دی، چې د سولې بهیر بریالیتوب ''لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې دی''.

خو وايي، داسې تمه نه شي کیدای، چې ټولې ستونزې په یو ځل سفر هوارې شي.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف سبا (شنبه، ۳۰ نومبر) کابل ته د ولسمشر کرزي په بلنه رسمي سفر کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه سفر کې به د ښاغلي شریف خبرې تر ډیره د افغانستان د سولې پر بهیر او په دوه اړخیزه همکاریو ورټولې وي.

واک ته له رسیدو وروسته، کابل ته د نوازشریف دا لومړی سفر دی.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي زموږ همکار حفیظ الله معروف ته وویل، د پاکستان د لومړي وزیر دغه سفر به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ښه کیدو کې مثبت قدم وي.

ښاغلی فیضي وايي، د سولې د خبرو ترڅنګ به ولسمشر کرزی له ښاغلي نوازشریف سره د طالب زندانیانو پر خوشې کیدو او دارنګه د ملابرادر پر موضوع هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه، اسلام اباد ته د سولې دعالي شورا پلاوي له ملا برادر سره کتلي وای خو د رپوټونو له مخې له هغه سره د سولې د شورا پلاوي لیدنه نه ده شوې.

ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر د ولسمشرکرزي ترڅنګ د سولې دعالي شورا له چارواکو او ځینې نور افغان چارواکو سره هم وګوري.

ورته مطالب